The news is by your side.

امریکا کې د کرونا له امله د قربانیانو نوی ریکارډ

خبریال وېب پاڼه/امریکا د کرونا د قربانیانو په شمېره کې په تېره شپه او ورځ کې د نړۍ په کچه نوی ریکارډ خپل کړ.

د روغتیایي سرچینو په حواله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان د کرونا له امله وژل شوي دي او دا په یوه شپه او ورځ کې د کرونا له امله د یوه هېواد تر ټولو ستره قرباني بلل کېږي. تېره اونۍ هم په دغه هېواد کې د کرونا له امله په یوه شپه او ورځ کې تر ۱۵۰۰ زیات کسان وژل شوي وو او په نړیواله کچه یې د ډېرو وژل شویو کسانو ریکارډ خپل کړی ؤ.

په ټوله نړۍ کې د کرونا مثبتې پېښې تر ۱۴ لکه هم جګې شوې دي او د مړو شویو شمېر بیا تر ۸۲ زرو لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په کرونا د اخته شویو کسانو د جدول په سر کې قرار لري او تر اوسه یې د دغه هېواد تر ۴۰۰ زرو زیات کسان په کرونا ککړ شوي دي چې لویه شمېره یې د نیویارک له ښار څخه ده. په امریکا کې د مړو شویو مجموعي شمېر تر ۱۲۸۵۰ لوړ ښودل شوی دی. هخوا په اروپا کې د کرونا د لوی قرباني هېواد (ایټالیا) د مړو شمېر تر ۱۷ زرو هم واوښت خو په روانه اونۍ کې د دغې هېواد د مړینو تو مثبتو پېښو په ګراف کې د پام وړ ټیټ والی احساسېږي. اسپانیا بل اروپایي هېواد دی چې تر اوسه یې د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۴ زرو اوړي.

په امریکا کې د کرونا پېښو له زیاتېدو سره اوس په چین کې چې د کرونا ویروس سرچینه بلل کېږي، د دغې ویروس مثبتې پېښې او مړینې په کمېدو او یا بیخي په خلاصېدو دي. تېره ورځ په دغه هېواد کې د کرونا له امله د هېڅ مړینې راپور نه ؤ ورکړل شوی او د تازه معلوماتو له مخې د چین ووهار ښار کې له ۷۶ ورځې کرنتین وروسته نن بېرته تګ راتګ پیل شو او خلک له خپلو کورونو بهر شول.

هخوا په اروپایي هېوادونو کې هم د کرونا مثبتې پېښې په نسبي توګه د کمېدو په حال کې دي او د دغې لویې وچې هېوادونو خوشبیني ښودلې ده چې په نیږدې راتلونکي کې به نور هم په قربانیو او مثبتو شمېرو کې د پام وړ کموالی راشي.

دلته په افغانستان کې هم د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ ته لوړ شو او په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر بیا تر ۴۲۳ هم اوړي. تېره ورځ د عامې روغتیا وزیر هم پر هېوادوالو غږ وکړ چې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د روغتیا وزارت سپارښتنې عملي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.