The news is by your side.

جرمني جوماتونو ته په لوډ سپیکر کې د اذان اجازت ورکړ

خبریال ویبپاڼهد جرمني حکومت په یوه بې ساري ګام کې لږکیو مسلمانانو ته د کرونا وایرس په وړاندي د جراعت او مرال ورکولو پر پار په لوډ سپیکر کې د آذان کولو اجازت ورکړ .

دم ګړی ۱۳ مسجدونو ته اجازت ورکړل شوی چې په لوډ سيکر کې آذانونه وکړياو مسلمانان د عبادت لپاره خبر کړي .

دا بې سارې ګام د جرمني د ووپرتال د ښار چارواکو اخیستی دی ؛ د ووپرتال د ښار د ۲۹ کلن البرفلد د مرکزيجومات ملا امام مصطفی اق قایا، د ووهوینکل د ۲۵ کلن د معمار سینان جومات امام حسن حسین شن او د الپران د جومات امام کمال یاوز د لومړيځل لپاره په لوډ سپیکر کې  اذانونه  وکړل

جرمني او تقریبأ د اروپا په ټولو هیوادودونو کې د کرونا وایرس له کبله د غونډو پر جوړولو او پر ډله ایزو عبادتونو بندیز لګول شوی دی ؛خو په جرمني کې د خبریال ډاټ کام همکار شاکر عزیزي وايي چې د دغه هیواد چارواکو دا کام ځکه پورته کړی چې مسلمانان لږکي نا امېده نشي ؛او وکولای شي چې خپل عبادتونه په خپلو کورونو کې وکړي .

اروپايي هیوادونو کې د هر مذهب پیروان د کرونا وایرس د وبا دمخنیوي په خاطر هڅه کوي چې د حکومتونو ملاتړ وکړي او په لویه کې د « پر کور پاتې کېدلو» پر پالیسي عمل وکړي .

د نړۍ په مسلمانو او غیري اسلاميهیوادونو کې ډېری ملا امامان په دې باور دي چې د کرونا وایرس سره مباریزه یوازي او یوازي په احتیاط او قرنطین کېدو ممکنه ده ؛خو له بده مرغه په افغانستان او پآکستان کې ځینيتش په نوم عالمان ولس ته تبلیغ کوي چې ګواکې کرونا جدي مسئله نه ده .

ډېری عالمان په دې باور دی چې هغه ملایان به د خلکو په خونونو او مړینه مخامخ ګناه کاره وي چې خلکو ته ناسم معلومات ورکوي .

په جرمني او د اروپا په نورو هیوادونو کې چې د ولس واکيله برکته ټولو مذاهبو ته د عبادت کولو حق ورکول شوی دا ډول یو بې ساري اعلان مسلمانان نور هم د حکومتونو ملاتړ او د هیوادونو جوړېدو ته را بولي .

د جرمني حکومت وروستۍ پرېکړه لنډمهاله ده او په جوماتونو کې به په لوډ سپیکر کې د آذان کولو دا لړۍ د رواني اپریل میاشتي تر ۱۹ نېټې دوام مومي ؛ خو بیا هم دغه اقدام د مسلمانانو زړونه ګټلي دي .

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم  د جرمنيد یو زیات شمیر ښارونو ځاييچارواکو نژدې سلو(۱۰۰)  جوماتونو ته د جمعې د لمانځه او د ماښام د لمانځه لپاره په لوډ سپیکر کې د اذان کولو اجازه ورکړې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance