The news is by your side.

د کرونا ویروس د خپرېدو خطر مخ په ډېرېدو دی

خبریال ډاټ کام |کندهار | د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دي پر وقایوي تدابیرو تمرکز وسي
د عامي روغتیا وزیر فیزوالدین فیرزو دغه څرګندوني کندهار ته د خپل سفر پر مهال مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې، چي پر مهال یې کندهار والي د ولایتي شورا رئیس او په ولسي جرګه کې د کندهار استازی هم ګډون کړي و.

د کنفرانس په پیل کې کندهار والي حیات الله حیات وویل، کرونا ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کي دی او د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله کندهار تر ډېر ګواښ متوجه دی، ځکه هره ورځ له دې ولایت څخه په اوسط ډول له ۸ تر ۱۰ زرو مسافر تېرېږي، چي ورسره سم په ژړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کي دې ولایت ته د راداخلېدونکو مسافرو د صحي ارزوني په موخه ۲۴ ساعته روغتیايي ټیمونه ګمارل سوي دي.

کندهار والي یادونه وکړه، په ژړۍ ولسوالي کي د مسافرو د صحي ارزوني قرنطین مرکز جوړ سوی، چي په کرونا اخته شکمن کس هلته قرنطین او پاته کسان چي د کرونا ناروغۍ نښي نښاني پکښي ونه لیدل سي د پولیسو تر څار لاندي تر دامان ولسوالۍ پورې رسېږي او له هغه ځایه پرته له دې چي وځنډول سي، خپلو سیمو ته ستنېږي.

کندهار والي د مرکزي ادارې له لوري په دې ولایت کي د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو منظوریدو ته په اشارې سره وویل، چي تر اوسه پوري یاد مبلغ پیسې د ولایتي ادارې په اختیار کي نه دي ورکول سوي ولي د راتګ سره سم به د دغه پیسې د یوې ګډې کمېټې تر نظارت لاندي په روغتیايي تجهیزاتو په مصرف ورسیږي او تر څنګ به یې یوه اندازه د عامه پوهاوي او نوري د بې وزله کورنیو د لاسنیوي لپاره هم مصرف سي، چي د اړینو مرستو د برابرولو لپاره یې د مرکزي ادارې، مرستندویه مؤسسو او سوداګرو سره هم د خبرو کولو ډاډ وړاندي کړ.

په مطبوعاتي کنفرانس کې د عامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو فعالیتونو څخه په مننې وویل، د کرونا ویروس د خپرېدو خطر مخ په ډېرېدو دی او د مخنیوي لپاره یې تر بل هر څه وقایوي تدابیر مؤثریت لري، چي باید تمرکز پر ډېر سي.

ښاغلي فېرزو یادونه وکړه، د کندهار ولایتي ادارې د غوښتنو په اساس نن په دې ولایت کې د کرونا د تشخیص لابراتوار د پرانیستې ژمنه عملي کوي. همدارنګه ۳۰۰۰ کیلوګرامه روغتیايي تجهیزات هم دې ولایت ته ځانګړي سوي او نن یې ۱۰۰۰ کیلوګرامه روغتیايي تجهیزات له ځان سره راوړي او پاته ۲۰۰۰ کیلوګرامه به هم راورسېږي.
هغه دغه راز وویل، کرونا سره د مبارزې لپاره د کندهار د عامي روغتیا ریاست ته لس میلیونه افغانۍ ورکول سوې وې، چي د شفاف پلان مطابق مصرف سوي او هڅه دا ده، چي د مرستندویه مؤسسو په مرسته نوري مرستي هم راجلب کړل سي، څو د روغتیا سکټور کي شته ستونزي حل ومومي.

د عامي روغتیا وزیر د ښار قرنطین کېدل د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره مؤثر اقدام وباله او زیاته یې کړه، چي د کابینې غونډي د پرېکړې له مخي په ټول هېواد کي صرافیو ته د یو منظم میکانیزم په اساس د فعالیت اجازه ورکول سوې، څو ملي اقتصاد ته زیان ونه رسېږي.

د عامي روغتیا وزیر د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره عامه پوهاوی اړین وباله او د حفظ الصحي مراعت او سلوک تغییر او ګڼه ګوڼي نه جوړېدو باندي یې ټینګار وکړ.

هیواد جان

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.