The news is by your side.

وانګ یو: کرونا ضد مبارزه کې له افغانستان سره یو

خبریال وېب پاڼه/په کابل کې د چین سفیر په خپل یوه تازه ټویټري پیغام کې ویلي چې د کرونا ضد مبارزه کې یې هېواد له افغانستان سره مرستو ته ژمن دی.

وانګ یو وایي چې د کرونا په دې سختو شرایطو کې به چین له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. نوموړی زیاتوي چې موږ د کرونا ضد مبارزه کې تر ډېرو هم دېرې مرستې ته ژمن یو او له افغانستان څخه به یې و نه سپموو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د چین له سفیر سره ټلیفوني خبرې کړې وې او نوموړي ته د مبارکۍ تر څنګ یې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د روغتیایي مرستو ژمنه ورکړې وه.

کرونا اوس په یو نړیوال ناورین اوښتی دی او چین چې کرونا ویروس هم په لومړي ځل په کې را پیدا او بیا د نړۍ هر ګوټ ته ورسېد، له ګڼ شمېر هېوادونو سره خپلې روغتیایي او بشردوستانه مرستې کړې دي. تېره اونۍ یې افغانستان ته هم د کرونا پر وړاندې مبارزې ته یو ډکه الوتکه روغتیایي توکي را واستول. تر هغې وړاندې او وروسته یې له پاکستان او بریتانیا سره هم د روغتیایي توکو مرستې شریکې کړې وې.

ویل کېږي په چین کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوې دي او په تېرو څو ورځو کې د مړینو شمېر هم تقریباً له صفر سره حساب دي. په ووهان ښار چې د کرونا سرچینه بلل کېږي، تېره ورځ په کې ګرځبندیز ایسته شو او خلکو خپل عادي ژوند په کې پیل کړ.

کرونا ویروس اوس په اروپا او امریکا کې پښې خښې کړې او هره ورځ د رګونه وګړو ژوند اخلي. امریکا د دغې ناروغۍ له امله د اخته شویو کسانو په سر کې ده چې تر ۳ نیم لکو زیات وګړي یې پرې اخته او تر شاوخوا ۱۵ زرو کسان یې په کې وژلي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په راتلونکو دریو ورځو کې به د دارلمان قصر په د کرونا لپاره پر روغتون بدل شي، دوی همداراز زیاتوي چې به نیږدې راتلونکي کې به په کابل کې د کرونا د تشخیص ۲۲ مرکزونه جوړ شي. ښاغلی فیروز الدین فېوز وایي چې د کابل پوهنتون اناثیه لیلیه به هم په قرنطین خونه بدله شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین له سفیر سره د سولې په هکله هم خبرې کړي. دواړو لوریو په دې برخه کې پر سیمه ییزو همکاریو ژمنې کړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance