The news is by your side.

هلمند: ناروغانو لپاره د سل بستریز روغتون سپارښتنه

خبریال وېب پاڼه/ هلمند کې د سل بستریز روغتون د چمتوالي سپارښتنه او د ناد علي ولسوالۍ بازار د دوو اوونیو لپاره قرنطین شو.

د ناد علي ولسوالۍ بازار د ګڼي ګوڼي یو شمېر ځایونه قرنطین شول، دودیزې مېلې، حمامونه، هوټلونه او سلماني خانې د څوارلس ورځو لپاره د ولسوالۍ مقام او ښاروالۍ له لوري وتړل شوې.

خو ولې هټۍ وال بیا اندېښمن دي چي د دوکانونو تړل به دوی له سختو مالي زیانونو سره مخ کړي.

د ناد علي ولسوالۍ اجراییه امر محمد داوود یعقوبي وایی دولایت مقام د هدایت په اساس یې د ولسوالۍ دګڼې ګوڼي یو شمېر برخي لکه حمامونه، سلماني، هوټلونه او دودیزي میلي بندې کړي دي.

نوموړی وایی یاد قرنطین به له دوو اونیو څخه تر یوویشت ورځو پورې دوام وکړي.

ناد علي ولسوالۍ ښاروال عبدالاحد ذکي وایي، که کوم هټۍ وال دقرنطین له اصولو سرغړونه کوي نقدي جریمه کیږي د ښاروال په وینا دقرنطین د وخت دومداره څارنه به کوي.

بل خوا دنادعلي ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو د دې اقدام هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چي کرونا یوه نړۍ شموله مسله ده او د دې لپاره باید په ګډه مبارزه وشي.

هټۍ وال بیا د دوکانو تړل د خپل ځان لپاره لوی مالي زیان یادوي او غوښتنه کوي چي دوکانونه یې باید د ډېر وخت لپاره ونه تړل شي ځکه د همدې دوکانونو له لارې د خپلو کورنیو لپاره یو ګوله حلاله نفقه برابروي.

د ناد علي ولسوالۍ بازار او یو شمېر د ګڼې ګوڼي ځایونه داسې مهال له دوو اوونیو څخه تر ۲۱ ورځو لپاره وتړل شول چي د کرونا ویروس له کبله په افغانستان کي د مثبتو پېښو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

په ورته وخت کې د هلمند والي د کرونا ناروغانو لپاره د سل بستریز روغتون د چمتووالي سپارښتنه وکړه.

د هلمند والي محمد یاسین د عامې روغتیا، بې پولو ډاکترانو MSF مسؤولینو او روغتیا پالانو سره د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د کرونا ناروغانو لپاره د سل بستریز روغتون د ځانګړي کولو او چمتووالي په اړه سپارښتنه وکړه.

په دې ناسته کې د هلمند والي وویل د ملکه ثریا روغتون کې چې د ۵۰ بستره لپاره چمتو شوی وو ټول پرسونل دې يې د نورو روغتیايي خدماتو په موخه فاطمه بیات روغتون ته ولېږدول شي او ملکه ثریا روغتون کې دې د کرونا ناروغانو لپاره د ۱۰۰ بستره چمتووالی ونیول شي.

ښاغلي یاسین زیاته کړه د موجوده د شته امکاناتو څخه دې ګټه پورته شي او د دې ترڅنګ دې دعامې روغتیا ریاست د کرونا ناروغانو لپاره د ځانګړې شوي روغتون لپاره اړتیاوې په عاجل ډول مشخص او وړاندیز کړي ترڅو روغتیايي تجهیزات وپلورل شي.

والي همدا راز د عامې روغتیا او MSF ادارې ته لارښوونه وکړه چې د کرونا ناروغانو د تشخیص په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي ترڅو پر وخت د ناروغانو تشخیص ترسره او درملنه يې پیل شي.

د عامې روغتیا ریاست او د بې پولو ډاکترانو MSF په دې ولایت کې د کرونا ویروس د مخنیوي او په دې برخه کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په اړه د خپلو فعالیتونو او پلانونو په اړه هم خبرې وکړې او د بشپړ چمتووالي ډاډ يې څرګند کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.