The news is by your side.

د ډیپلوماسۍ دستګاه او د یوه جهادي مشر انځور؟!

خبریال وېب پاڼه/تېره ورځ د بهرنیو چارو وزات سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي او له مطبوعاتي دفتره یې به خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د استاد رباني انځور هم په یوه دېوال ټومبل شوی دی.

ډېرو ته ښایي دا موضوع عادي وي، خو د ډیپلوماسۍ په تولیدي ډېره کې چې د بهرنیو چارو وزارت دی، د داسې چا انځور باید اېښودل شوی وي چې د ملت لپاره یې آزادي، تاریخ او یا کوم بل ستر ارزښت ګټلی وي. استاد رباني ته د یو عادي مشر په توګه هر څوک درناوی لري او دغې درناوي ته زه هم ژمن یم خو د بهرنیو چارو وزارت یا بله هر وزارت کې یې د دا ډول انځورونه د بې فرهنګۍ او لوېدلې ډیپلوماسۍ ښکارندویي کوي.

افغانستان یوه لوېدلې ټولنه ده او په دې انکار نه شو کولی چې دلته لا هم فکرونه طفیلي دي خو په لومړۍ درجه حکومتي پوسټونو کې باید دا اصل لږ د مډرن توب رنګ ولري.

د افغانستان په ادارو او وزارت خونو، ریاستونو او نورو ټیټو بستونو کې د جنګسالارانو دود او دستور د کرزي له دورې را پیل شو. هغه وخت افغانستان تازه د مدنیت پر زینو پښه اېښې وه او دومره د نیولې ګوته نه ورته نیول کېده، خو اوس افغانستان د مدنیت په لاره دوې لسیزې مزل کړی دی او په دولتي ادارو کې باید د دا ډول انځور سالارۍ اصل ته د پای ټکی کېښودل شي.

په تېر ملي یووالي حکومت کې ټولې دولتي ادارې په دوو اصلي او لسګونه فرعي انځورونو پوښل شوې وې. په اصلي انځورونو کې د ولسمشر غني او پخواني اجرایه رییس عکسونه ټومبل شوي وو خو ډېر نور فرعي انځورونه هم د غوړه مالیو، تعصب ګرایۍ او ځینې نورو لیدلورو له مخې ځړول شوي وو. ځینو د ټلوالې د پخواني جنګي مشر مسعود انځورونه په خپلو ادارو کې واجبي کړي وو، ځینو نورو بیا د یوه او بل سیمه ییز جنګسالار عکس په خپلو ادارو کې ټومبلي وو.

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د حنیف اتمر له ټاکنې سره سم د ده په دفتر کې د استاد رباني عکس څو معنا ګانې لرلی شي. یو خو ښایي د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د روانو ناندریو لپاره په کومه سیاسي لوبه باندې فکر کوي ځکه امکان شته چې ولسمشر غني د خپل تېر حکومت تکرار وکړي او له عبدالله سره په حکومت کې د سهامي شرکت دریځ وغځوي او دې سره د بهرنیو چارو وزات باندې د تېر په شان یو ځل بیا چمبه خښه کړي. د بهرنیو چارو وزارت ځکه اوس مهم دی چې عبدالله به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ځانته نړیواله لابي پرې کوي او د ده لپاره د لابۍ آپشن حنیف اتمر نه، ښایي د ده د ټیم کوم ځانګړی کس وي.

اتمر ته هم په کټ مټ دریځ باندې د بهرنیو چارو وزارت باندې د پینځه کلن ماموریت کول اړین دي او هڅه به کوي چې د خپل ځان لپاره نړیواله لابي وکړي او ډېر امکان هم شته چې پینځه کاله وروسته د ولسمشرۍ تاج پر سر کړي نو ځکه ښایي هڅه کوي چې په لومړیو کې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر چې د عبدالله عبدالله ځانګړی کس دی او همدا راز د ټلوالې باور تر لاسه کړي چې ګواکې ستاسو تر څنګ یم. خو په هر فکر چې وي، په دولتي او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت غوندې ځای کې د دا ډول تصویرونو لګول د غوره سیاست ښکارندویي نه کوي.

د نړۍ په کچه په ټولو هېوادونو کې اصل دا دی چې د هغو کسانو انځور په هره دولتي اداره کې اېښی وي، چې هېواد ته یې خپلواکي یا کوم بل لوی معنوي برم راوړی وي. په سیمه کې لنډې بېلګې د هندوستان ګاندي او په ګاونډي منافق پاکستان کې د جناح یادونه کولی شو.

په کار خو دا ده چې په ټولو دولتي ادارو کې د امان الله خان او یا هم د ستر امپوراتور احمدشاه ابدالي انځورونه ځوړند شوي وای خو لومړنی کس به ځکه ښه وي چې هم د خپلواکۍ اتل دی او هم په نړیواله کچه ورته کوم حساسیت نه لیدل کېږي.

 

همدرد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.