The news is by your side.

کرونایې ماحول کې د رواني ستونزو حل لارې

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا ناورین ټوله نړۍ وارخطا کړی، زمونږ هېواد ته تازه را رسېدلې او د خپرېدو په حال کې ده. نوره نړۍ کې هم د کرونا ناورین رواني ستونزې پیدا کړي او زمونږ هېوادوال هم د کرونا د ناورین ترڅنګ له رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د دغه ناورین د لاسه زیاتره وګړي په رواني ستونزو اخته شوي او یا شاید اخته شي. زه غواړم د سلوک پوهنې د یوشاګرد په توګه په دغه مقاله کې یو څو سپارښتنې ولیکم که چېرته دغه سپارښتنې پلي شي نو زما له انده په کرونایي ماحول کې به مو له رواني ستونزو سره مبارزه کړې وي اوبریمن به یو.

لومړی: د قرانګریم تلاوت

شکر مونږ مسلمانان یو او الله ج مونږ ته ښکلی کتاب قرانګریم رالیږلای. نوباید هره ورځ یوه برخه یې تلاوت کړو. ځکه رسول (ص) وایې چې د ی وتوري په تلاوت الله ج خپل بنده ته لس نیکۍ ورکوي. یو به مو نیکۍ تر لاسه کړي وي او له بل اړخه به مو زړه ته سکون او ارامې په برخه شوي وي، چې دغه سکون د روان په حالاتو مثبت تاثیر کوي او له سوچ کولومو خلاص وي.

دوهم: ذکر کول
انسان الله ج د خپل عبادت له پاره پیداکړی یوازې لمونځ او دقرانکریم په لوستلو سړی ته ثواب نه ورکوي بلکې صدقه او ذکر باندې هم الله ج بنده ته اجر او ثواب ورکوي. رسول ( ص) وایي د بنده په هر ذکر باندې په جنت کې د ده له پاره یوه د خرما ونه شنه کیږي )نو باید دغه موقع د لاسه ورنه کړو هرکار چې کوو نو کولای شو چې د ذکر کلمات ووایو او له دې سره به موفکربدل شي، ځکه قرانکریم کې الله ج فرمایي (خبردار چې دالله ج په ذکرسره زړونو ته سکون داخلیږي )نو کله چې الله ج په کلام کې خبره وکړي، نو بېشکه چې مومن ته سکون راځي کله چې سکون راغی نوبیا رواني ستونزه خپله منډه وهي.

دریم: نفل لمونځونه

مونږ مسلمانان باید په فرضي لمونځونو اکتفاونه کړو. د فرضي لمونځونو ترڅنګ نفلي لمونځونه هم ترسره کړو. ځکه رسول ص فرمایي (که چا د ورځې دولس رکعاته نفل لمونځونه وکړه نوالله ج به ده ته جنت کې باغچه جوړه کړي) همدارنګه ویل کیږي چې نفل لمونځ دفرض لمونځونو تکمیلوونکي دی. کله چې بنده د الله ج حضور ته څومره ډېر ودریږی نو د الله مهرباني په هغه ډېریږې او الله ج به دی له ستونزو او مشکلاتو څخه خلاص کړي.

څلورم: مطالعه

د پورته شیانو ترڅنګ بل شی چې د انسان ذهن ته ارام او سکون خواته وړي هغه مطالعه ده، له مطالعې سره انسان دوه ګټې کوي یو یې ذهن د کرونا او نورو تشویشونو نه بې غمه کیږي او ترڅنګ يې علمي پانګه زیاتیږې نو هغه متل دی چې هم خرما هم ثواب

پنځم: لوبه یا لوبې

لوبې هم د انسان د روان او سکون په برخه کې اغېزمن ثابتیږې کله چې وګړي په کور کې د قرنطین مرحله تېروي نو زړه تنګون ورته پیداکیږې. د دغه زړه تنګون له پاره دنورو وسیلوۍترڅنګ لوبې کول هم یوه ښه وسیله ده. محتلفې لوبې شته کوښښ دې وشي هغه د ماشومانو لوبو ته پناه یوسي ترڅو ذهن دې د ماشوم فکرۍوکړي.
او ماشوم له سوچ څخه په امان وي نو ته به هم له سوچونو خلاص وې.

شپږم: ګېم
په اوسنیو ټولو مبایلونو کې ګېمونه شته او زیاتره وګړي د دغه ګیمونو شوق کوي. خو یوه خبره ډیره اړینه ده په دغه ګېمونو کې ځینې د انسانانو د ذهن او روان له پاره ناسور دی لکه د پپجي ګیم چې بې له ویشتلو او مړه کولو نورڅه نه لري او د تنکیو ځوانانو د بې لارۍ ستره وسیله ده داسي ګېمونو له استعمال نه باید خود داري وشي عادي خنده رویه ګېمونه باید وکارول شي.

اووم: تفریخې شیانوکتل

که ګېم او یا مطالعه وي نو انسان ستړی کوي ځکه په کورونو کې ناست وګړي تنګیږې نوځینې تفریحي کارونه هم باید ترسره شي. مثل ډرامې کتل، فلم کتل، او وخت ناوخته په تلویزون کې د تفریحي برنامو کتل اړین دي. د دې شیانو ترڅنګ د کور د خلکو سره مرسته او همکاري هم دتفرېح په موخه د سړي ذهن بدلوي مثلاً پخلی کول او یا نورو کارو کې مرسته کول د سړي فکر بدلولی شي.

اتم: فېسبوک

په اوسني عصر کې له انټرنېټ خلاصون نشته داۍچې زمونږ هېواد کې د فېسبوک رواج ډېر دی نو وخت ناوخت هغې ته هم سر ورښکاره کول اړین دي. خو باید هلته کوښښ وشي هغه خبرونه ډېر ولولﺉ کوم چې دۍخوښۍ وي او هماغه د خوښۍ خبرونه شېر کړﺉ. مثلاً تل دکرونا د مړو د شمېرو د خپرولو پرځای د هغه کسانو پوستونه شېرکوﺉ په کوم کې چې له دغه مرضه د روغو کسانو شمېریا خبر راغلی وي. ټېک ټاک او دې ته ورته نورې سرګرمیاني هم شته چې ته یې وګورې او له داسې چاسره چټ وکړه چې سکون اوارام درکړي. خو داسې هم نه چې ټوله ورځ دې هغه د ښځو خبره د سیپارې په څېر مخ ته نیولې وي په کمه اندازه.

نهم: مثبت فکر کول

بل مهم شی مثبت فکرکول دي، چې هر انسان باید د منفي ګرایې پرځای مثبت فکر وکړي مثلاً زه ښه یم دا کارکړای شم. داسې باید ونه وایې چې نه! زه نن ډیر خراب یم هره شېبه د بلې شېبې نه ځان ته ښه وکړﺉ او په مثبت فکر باندې استوار شﺉ.
شاید نور شیان هم وي چې د رواني ستونزو د حل په موخه ګټور وي خو زما له انده دغه څو لارې چارې ډېرې اړینې او ګټورې دي د کرونا نه یو خلاص، اباد، ښېرازه او ښکلي افغانستان په هیله

لیکنه: نصیراحمد (ښاد)

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.