The news is by your side.

ډنډ پټان کې قومي شخړو ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه/د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د منګلو او خروټو تر منځ د ځمکې بر سر شخړې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ډنډ پتان ولسوال عید محمد احمدزی وایي چې د دغو دوو قومونو تر منځ د داري درنګ غره او ببري ډنډو ځمکې پر سر له شاوخوا ۳۰ کلونو را هیسې دعوه ده. د دغې قومونو تر منځ جګړه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، دوه ماشومان او یوه ښځه یې وژلي دي او د دوو ښځو په ګډون څلور کسان ټپیان دي.

پرون چهارشنبې په پکتیکا کې هم ورته پېښه شوې وه چې له جګړې وړاندې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي وو او د خونړۍ پېښې مخه یې ډب کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر هغې هم یوه ورځ وړاندې په ننګرهار ولایت کې د دوو قومونو تر منځ جګړه را منځته شوې وه. دا پېښه د دور بابا او نازیانو ولسوالۍ کې را منځته شوې وه. د دور بابا ولسوالۍ څخه په دغه پېښه کې یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان وو او بل پلو د نازیانو ولسوالۍ څخه بیا ۵ وژل شوي او ۱۶ نور یې ټپیان شوي هم دي.

د ننګرهار د والي ویاند خوګیاڼی هم د پېښې پخلی کړی ؤ او ویلي یې وو چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت هم د اندېښنې وړ دی.

عام ولس د خلکو تر منځ یادو شویو پېښو اندېښمن کړی دی او وایي چې دا ډول پېښې له نورو جنګي پېښو سره یو ځای د هېواد لپاره ستر سرخوږی دی.

د هېواد سوېل ختیځ زون کې ډېری وخت د قومونو تر منځ دغه ډول خپل منځي ستونزې را ولاړېږي چې ډېری وخت په تاوتریخوالي هم اوړي. کال مخکې په خوست کې د دوو قومونو تر منځ جګړه را منځته شوې وه چې په هغې کې هم تلفات را منځته شوي وو.

د راپورونو له مخې تېره ورځ په پکتیکا په پېښه کې هم یوه قوم غوښتل په زرو د پر دعوه ګیره ځمکه کې آبادۍ وکړي چې د بل قوم له سخت غبرګون سره مخ شوي وو.

د پکتیا د ډنډ پټان کې د یادو شویو تلفاتو په اړه ویل کېږي چې تېر ماښام د منګلو د قوم لخوا د هاوان مرمۍ توغول شوې وه چې د خروټو پر یوه کور لګېدلې وه او د دریو کسانو ژوند یې واخیست او څلور نور یې ټپیان کړل. د پکتیا ولایت د والي ویاند هم پېښه تائیدوي خو په وینا یې د څرنګوالي لپاره یې څېړنې پیل کړې دي.

دا په تېرو دریو ورځو کې د قومونو تر منځ پرلپسې دری پېښې دي چې په لومړنۍ او وروستۍ هغې کې یې ځاني تلفات هم لرل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.