The news is by your side.

د وحيد عمر د عامه پوهاوي کمپاين او د اړيکو الفبا

خبریال وېب پاڼه/ ١: د عامه پوهاوي په کمپاين کې يوازې پر ټوليزو رسنيو (Mass Media) تکيه نه‌کېږي.

د عامه اړيکو په هر کمپاين کې د رسنيو يو طيف کارول کېږي.
دا طيف په عامه رسنيو (Public Media) پيلېږي او په بين الفردي (Interpersonal ) اړيکو ختمېږي.

د هرې رسنۍ اغېز، ښېګڼې او نيمګړتياوې معلومې دي.
نن سبا سوداګريز شرکتونه هم يوازې په اعلاناتو تکيه نه کوي؛ دوی (Integrated Marketing Communications) کاوري.

خبره دا ده چې يوه پېړۍ مخکې (۱۹۲۷) يو چا د رسنيو د نفوذ او اغېز په اړه ښکروره مبالغه کړې وه. ويلي يې وو؛ رسنۍ يوه خبره د خلکو ذهنونو ته ور پېچکاري کوي.
په اړيکو کې دا خطي تيوري بولي. مطلب يې دا دی؛ خلکو چې د وحيد عمر اعلانونه په ټلويزيون وکتل او له راډيو يې واورېدل، نو بس «سمعنا و اطعنا». وايي هټلر دې تيوري ته سخت اړم و. خو نه موږ د هټلر رعيت يوو او نه اوس ۱۹۳۵ دی.

اوس د اړيکو علم ډېر پرمختګ کړی دی. ډېر وخت کېږي (له ۱۹۴۰مو کلونو راهيسې) چې څوک په اړيکو کې دا تيوري د خيرک ادې لا نه بولي.

٢: په ټلويزيوني اعلاناتو يې د بيت المال پيسې ضايع کړې دي.
طلوع، اريانا، يک او نورو خپل اعلانونه جوړ کړي دي. د متخصص صاحب؟! تر اعلانونو سل ځله ښه دي. په بېخونده او تکراري اعلاناتو يې ولې د ملت پيسې ضايع کړي دي؟ ملي ټلويزيون، د ولسي جرګې ټلويزيون، د مشرانو جرګې ټلويزيون او د معارف ټلويزيون د بيت المال په پيسو چلېږي. ځينې وايي چې يوازې ولسمشر درې زره «فيسبوک چلوونکي» لري. دوی دا کمپاين نشو کولای؟ ملي امنيت شورا ډېرو رسنيو ته اپراتيفي پيسې ورکوي او بلکې رسنۍ جوړې کړې يې دي. ولې د دغو رسنيو له لارې کمپاين نه کېږي؟

که د هغوی په وس پوره نه وه، نو بيا پرې د يوه خوار ملت پيسې ولې لګول کېږي؟ اخر ولې؟

تر کمپاين وړاندې چې څېړنه وکړې او خپل مخاطب وپېژنې، بيا به له خپلې بړستنې سره پښې غځوې.

٣: دغه کمپاين تر مطلق اکثريت نه رسېږي.

وحيد عمر وايي چې د عامه پوهاوي لپاره ټلويزيوني او راډيويي اعلانونه جوړوي. رسمي احصايې وايي چې اتيا سلنه افغانان په کليو کې اوسېږي. په کليو کې طالبان دي. چېرته چې طالبان شته، هلته ټلويزيون نشته. په کليو کې خلک بي‌بي‌سي او ازادي راډيو اوري. دا رسنۍ د وحيد عمر اعلانونه نه خپروي.

د ويروس د خپرېدو خطر هم په کليو کې ډېر دی. ايران ته د مزدورۍ لپاره کليوال ډېر ځي او که ښاريان؟

٤: د پيغامونو اعتبار (Credibility) يې کمزوری دی.

خلک چې ناروغه شي، ډاکتر او حکيم ته ورځي. روژه د ملا په اذان ماتوو. خو صحي لارښوونې بايد را ته کارټوني فلمونه وکړي!؟ د کارټوني په لارښوونو څوک غوږ نه ګروي.

وحيد عمر به يې ګرافيک بولي. خو پخپله د «ګرافيک» کلمې په معنا څومره افغانان پوهېږي؟

مسلکي کار دا دی چې صحي لارښوونې د يوه مشهور او په خلکو کې منلي ډاکتر په خوله وړاندې شي.

مثلاً؛ ډېر خلک استاد شرف الدين عظيمي پېژني. فصيح ويناوال دی. له کامرې او مايک سره هم اشنا دی. د ملي ټلويزيون يوه کمره او مايک به مو ورکړی و. خلکو يې خبره منله.

٥: چېنلونه ترې ورک دي.

دوی په ميليونونو بروشرونه چاپ کړي او په ښارونو کې يې لوحې هم لګولې دي. يو خو پر ګرځېدو را ګرځېدو محدوديتونه لګېدلي دي.

بل، څومره افغانان په ليک او لوست پوهېږي؟ د ويروس د انتقال يوه وسيله همدا کاغذونه نه‌دي؟

٦: پيغامونه يې منفعلو مخاطبانو (Passive Audience) ته ډيزاين کړي دي.

په کړکېچ کې مخاطب پخپله ځان له حالاتو خبروي. پيغامونه همدې فعالو مخاطبانو (Active Audience) ته ډيزانېږي. د عامې روغتيا وزارت وياند او وزير په دويمه ورځ خبري کنفرانس ورکوي.

رسنۍ يې لايف خپروي. د دغې معتبرې سرچينې ژبه هم ساده ده.

«په کړکېچ کې اړيکې» (Crises Communication) نن سبا د اړيکو يوه بډايه علمي څانګه ده. په ايټاليا کې ځينو کرانټين نه مراعتوه، د هرې سيمې ښاروال او نورو چارواکو په ټولنيزو رسنيو کې ويډيويي پيغامونه خپاره کړل. له خولو يې لاړې بادېدې او دغو کسانو ته يې په اصطلاح مخامخ کنځلې وکړې.

خو جناب عالي يو پيغام جوړ کړی دی؛ هغه د ملک صیب خبرې چې پکې کېږي. تر دې نو په خدای که بل کليشه‌يي پيغام جوړ شي. دا دوی ته چا ويلي چې ملک د کليوالو پيغمبر دی؟ يوه بله ناپړېته يې دا ده چې وايي ملک خلک را ټول کړي وو، د کرونا په اړه يې ورته څه ويل.

د اړيکو کومه تيوري په کړکېچ کې د دغسې منفعلو او نامستقيمو پيغامونو سپارښتنه کوي؟

٧: پر پيغامونو يې پوهېدل ستونزمن دي.

په اړيکو کې د هر پيغام د پوهېدو وړتيا تر خپرېدو وړاندې ارزول کېږي. انګرېزان يې «Comprehensibility» او «Readability» بولي. د اړيکو تيورۍ را ته وايي چې د امريکا په څېر پرمختللي هېواد کې بايد د ورځپاڼو او رسنيو ژبه د نهم ټولګي د زده‌کوونکي له سويې سره برابره وي.

پيغامونه د موخنو مخاطبانو (Target Audience) يوې ډلې ته اورل کېږي او له پيغامونو د دوی اخذ ارزول کېږي.

د دې کمپاين مخاطبان څوک دي؟

پښتانه مخاطبان يې په پيغامونو پوهېږي؟ پښتو يې سمه ده؟

٨: کمپاين يې مؤثر نه‌ دی.

دوی په ميليونونو افغانۍ په عامه پوهاوي لګولې دي. اوس دې مهرباني وکړي، ولس ته دې ووايي چې دا کمپاين څومره مؤثر و. د اړيکو په هر کمپاين کې د مؤثريت د ارزولو لپاره لارې چارې (Measurement and Monitoring Tools) په ګوته شوې وي. جناب عالي د خپل کمپاين کاميابي په کومو کاڼو تلي؟

ما ته يې کاميابي او ناکامي دا ده؛ دا تېره جمعه زموږ په جومات کې د جمعې لمونځ وشو. مولوي صېب کرونا الهي عذاب وباله چې پر کافرو د الله له لوري يې را نازل کړی دی.

چې فته پرې کېږدم، نو له‌ دې جوماته به د وحيد عمر تر دفتره پنځه کيلومتره لار لا نه وي. اوس هم خلک په ښارونو کې ګرځي.

ليکوال: نورالحق حيدر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.