The news is by your side.

امريکايی سپی په يوه ورځ کې ميليونر شو

خبريال وېبپاڼه؛ که څه هم میراث ډېری نېږدې خپل خپلوان وړي خو دا ځل د امريکا په متحده ايالاتو کې د يوه ميليونر میراث د يوه سپي په نصيب شوی دی.

د امريکا د متحده ايالاتو د ټېنسي په ايالت کې يوه ميليونر چې په سخته ناروغۍ اخته و او د زيات وخت راهیسې يې تداوي روانه وه د خپلې تداوۍ څخه نور ناهيلی و او ډاکټرانو هم ورته ويلي و چې نور یې په نړۍ کې د ژوند وروستۍ شېبې دي.

د بيل دوريس په نامه سوداګر چې د روغتون له ډاکترانو واورېدل چې درملنه يې کومه پايله نه ورکوي او په نړۍ کې یې لږ شپې ورځې پاتې دي نو د خپلې شتمنۍ په هکله یې د پرېکړې وخت رارسېدلی وګاڼه او يوه وصیت نامه يې تياره کړه.

په دې وصيت نامه کې هغه د خپلې شتمنۍ چې تر ۵ ميليونو ډالرو زياته سرنوشت مالوم کړ، نوموړي ميليونر خپله شتمني کوم‌ خپلوان، دوست او بل چاته پرېنښوده، بلکې په حیرانونکي ډول یې خپله ټوله شتمني د خپل سپي په نامه کړه او پخپله وصيت نامه کې يې وليکل چې دا پیسې يې د خپل سپي دي.

په وصيت نامه کې ښاغلي دوريس ليکلي دي چې دده له شتمنۍ څخه دې دده د درملنې لپاره کار واخيستل شي او وروسته له هغه چې کومې پيسې په کار کېږي نو هغه ټولې دې دده د سپي په نوم ثبت شي او له دې پيسو څخه د سپي‌ پالونکي او ساتونکي ته هره مياشت معقولې پيسې ورکړل شي.

دده د سپي پالونکي رسنیو ته ويلي چې دی نه پوهېږي چې پينځه ميليونه ډالر به په يو سپي مصرف کړی شي که نه خو څه ډول چې د سپي اړتيا وه نو هغه ډول او هغومره کچې ته يې دی تیار دی چې مصرف يې کړي.

په ځينو هېوادونو کې خلک د سپيو سره خاصه علاقه لري، سپی په حیواناتو کې په وفا مشهور دی، تېره اونۍ د سپي په هکله یو بل خبر هم نړیوالې رسنۍ مشغولې کړې، استنبول کې يو سپی د خپل څښتن د درملنې لپاره څو ورځې بيرون په تمه و او کله چې یې د څښتن درملنه تمامه شوه بيا د خپل څښتن سره کورته ولاړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance