د جګړې د شدت د کمښت په هکله د طالب وياند وضاحت

خبريال ویبپاڼه؛ طالبانو په هېواد کې د وروستیو سياسي پېښو اړوند خپل دریځ د يوې اعلاميې په واسطه بیان کړ.

په دې وروستیو کې چې د امريکا متحده ايالات او افغان حکومت په طالبانو باندې دا تور لګوي چې د جګړې په شدت کې زياتوالی راغلی دی او طالبانو د دوحې توافقنامه نه ده عملي کړې طالبانو په يوه ځوابي اعلاميه کې ويلي دي چې دوی دې تړون ته بشپړ ژمن دي.

د جګړې د شدت په هکله طالبانو ويلي دي چې دوی د ولسواليو د مرکزونو د نيولو لپاره هېڅ پلان نه دی نيولی په لوبو ښارونو یې هېڅ ډول حملې نه دي کړې او په لرې پرتو سيمو کې که هم جګړه شوې ده نو يا ولس د حکومت د ځورونکو پوستو څخه دوی ته شکایت کړی دی او یا حکومتي ځواکونو هغه سيمو ته دننه کېدو هڅه کړې چې ددوی په لاس کې دي.

طالبانو په دې اعلاميه کې په ښارونو کې هدفي وژنې هم په حکومت باندې اچولې دي او ويلي يې دي چې نامعلومې کړۍ چې د سولې مخالفې دي په ښارونو کې مهم اشخاص په نښه کوي او په دې سره غواړي حالات ناوړه وښايي د سولې لپاره د باور فضا ختمه کړي.

طالبانو زياته کړې چې دوی د توافقنامې بل مهم تړون چې په بهرنيو ځواکونو نه حمله ده هم عملي کړی او يو کال کې یې په امريکايي ځواکونو هېڅ ډول بريد نه دی کړی.

که څه هم طالبان پخپله دې اعلاميه کې د لويو عملياتو نه کول او د پسرلنيو عملياتو نه اعلان د شدت کمښت بولي خو د بلې خوا څه موده وړاندې دې ډلې په کندهار کې ستر عمليات وکړل او ان ملکي خلکو له خپلو کورونو څخه کډه وکړه او رسېدلي فصلونه یې د جګړې له کبله پرېښودل.

ددې ترڅنګ په هېواد کې په نورو سیمو کې هم په ځینو ولسواليو باندې طالبانو شديدې جګړې کړې دي چې لسګونو افغان پوځيانو ته پکې زيان رسېدلی دی.

ددې څخه ورهخوا بيا طالبان هدفي وژنې د حکومت کار بولي، خو حکومت بیا وایی چې دا کار د طالبانو دی او غواړي په ټولنه کې فعال او ملت پال خلک له منځه يوسي.

د چارو شننونکي وايي طالبان او افغان حکومت بايد بيا خبرې پيل کړي او دا ځل د هدفي وژنو او شدت د کمولو په برخه کې لا ډېر تخنيکي بحث وشي ترڅو د باور فضا رامنځته کړي او په سرنوشت ټاکونکو مسايلو بحثونه پيل شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More