The news is by your side.

د حکومت وروستۍ ۴ مهمې پریکړې

خبريال وېبپاڼه؛ د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي له دې وروسته روغتونونه اجازه نلري بدون د تثبيت له هویت څخه يو کس تداوي کړي، صالح وايي چې ناروغ او ورسره راغلي مرسته کوونکي بايد ټول لومړی تثبيت او ثبت د هويت شي او وروسته یې تداوي وشي.

د امرالله صالح دا خبره د نړۍ په ټولو هېوادونو کې په رسمي ډول عملي کېږي، دا خبره افغان کډوالو ته ډېره ښه مالومه ده، کله چې دوی بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي نو هلته ويني چې ترڅو ورته د حکومت له لوري شناخت کارډ نه وي ورکړل شوی او دا کارت په روغتون کې دوی نه وي ښکاره کړی نو نه تداوي کېږي.

د افغان حکومت له لوري وروستي اقدامات هم د ستايلو وړ دي او هم د عملي کېدو په صورت کې په هېواد کې د موجودو ستونزو لويه برخه له منځه ولاړی شي خو بيا هم دلته مهمه خبره داده چې دا اقدامات عام او عملي شي.

هغه دولت چې د خپل ملت په هکله مالومات ونلري په خپل ملت کنټرول هم نلري، او کله چې يو دولت پخپل ملت کنټرول ونلري بيا هغه ملت د نورو تر کنټرول لاندې راځي.

د حکومت دا پریکړه چې لومړی بايد روغتون ته مراجعه کوونکي کسان تثبيت او ثبت هويت شي ډېره مهمه ده خو ددې لپاره په کار ده ټول نفوس پېژندپاڼې ولري، د پېژندپاڼې په برخه کې دا خبره مهمه ده چې دا پېژند پاڼې بايد برېښنايي وي ځکه نورې پېژندپاڼې د اعتبار وړ نه دي او فساد او جعل پکې زيات دی.

حکومت ته پکار ده چې د برېښنايي پېژند پاڼو وېشل زيات کړي په دې پروسه کې سهولتونه زيات کړي، دا ترټولو لويه مسله ده، کله چې ټول نفوس برېښنایي پېژندپاڼې ولري وروسته د ټولو د اقامت او ژوند کولو ځای بايد ثبت شي او دا ياد شوي اصلاحات او نوښتونه بايد قدم قدم په باندې عملي شي.

دا پرېکړې هغه څه دي چې افغانستان به د ټولو ناخوالو څخه خلاص کړي، برښنایي پېژندپاڼې به د ټاکنو پروسه هم شفافه کړي بيا به هرڅوک د ملت په نامه خبرې هم نشي کولی د ملت واقعي استازی به مالوم وي.

د سیمي کارتونو راجسټر کول جبري کېدل، د واردېدونکو تلیفونونو راجسټر کول، د برښنایي پېژندپاڼو وېشل او روغتون ته د مراجعه کوونکو کسانو د هويت د ثبت‌او تثبيت شرط هغه څه دي چې افغانستان به د يوه سيستم څښتن کړي او له دې وروسته به سيستم د اشخاصو په ځای د باور وړ وي او د اشخاصو لاسونه به د فساد څخه لنډ کړي.

 

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.