The news is by your side.

څنګه د خپل ځان ساتنه وکړو؟ مهم معلومات!

خبريال وېبپاڼه: د خپل ځان ساتنه څنګه وکړو؟ او د خپل ځان ساتنه زموږ په روغتيا څه اغيز لري! د خپل ځان ساتنه د هغه ټولو کړنو او فعاليتونو څخه عبارت دی چې زموږ د جسمې او ذهنې سلامتيا لامل کيږي لکه څنګه چې د اسلام سپيڅلي دين د ځان ساتنه په موږ او تاسو فرض کړي ده نو له همدې امله بايد د هغو ټولو شيانو او کړنو په وړاندې د خپل ځان ساتنه وکړو چې زموږ په زيان وي او موږ ته ضرر رسوي.

په دې ليکنه کې به په ټولو هغو مسايلو وپوهيږئ چې د خپل ځان د ساتنې لپاره اړين دي او هم د ځان په ساتلو کې له تاسو سره مرسته کوي.

* ښه او باکيفيته خوړو څخه ګټه واخلئ، داسي خواړه چې هم ستاسې د جسمې او هم د ذهنې روغتيا لپاره ګټور وي داسي خواړه چې ويټامينونه، منرالونه، کلسيم او ځيني نور مهم غذايي مواد ولري

* پاکې صحي اوبه وڅښئ، ناپاکې اوبه له ډول ډول مکروبونو څخه ډکې وي چې تاسو ته ډول ډول ناروغۍ پيداکوي که چيري تاسو په خپله سيمه کې د څښلو پاکې اوبه نه لرئ کوښښ وکړئ چې د اوبو فيلټر ماشين له اوبو ګټه واخلئ او يا هم اوبو د څښلو مخکې لومړی جوش او وروسته تر سړيدو يې وڅښکئ.

* ښه خوب وکړئ، خوب د انسان د روغتيا او سلامتيا لپاره ډير اړين دی هر انسان بايد په ۲۴ ساعتونو کې له ۸ تر ۱۲ ساعتونو پورې خوب وکړي ياده دې وي چې ډير او يا کم خوب هم ستاسو په روغتيا بده اغيز کوي.

* له يو بل سره مينه وکړئ، نفرت، جنګ، او شخړو ته نه وواياست که چيري تاسو له يوبل سره په مينه او محبت ژوند تير کړئ هم به ستاسو روح او جسم او هم به ستاسو ذهن ارام وي جنګ او شخړي دې ورک شي همدا شيان انسان له روغتيا او پرمختګ څخه بې برخي کوي له هغو کسانو سره وخت تير کړئ چې هر وخت تاسو هغوي ته او هغوي تاسو ته مينه درکوي او له هغه کسانو څخه ځانونه ليرې وساتئ چې هر وخت د جنګ او شخړو لپاره بهانې لټوي.

* زده کړې وکړئ ترڅو برياليتوبونه ترلاسه کړئ، زده کړې يواځينۍ لار ده چې تاسو د ناپوهۍ او جهالت څخه په امن کې ساتي زده کړو سره کولی شئ چې هم خپل حقوق او هم د نورو حقوق وپيژنئ زده کړې تاسو ته مثبت فکر درکوي زده کړو سره کولی شئ چې ښه احساس ولرئ زده کړو سره کولی شئ چې د نورو لپاره د خدمت جوګه شئ.

* له هغه ټولو کارونو او کړنو څخه ځان وساتئ چې ستاسو د ذهنې او جسمې سلامتيا په زيان وي او هم ستاسو قدر او اهميت له منځه وړي لکه د نشه يي توکو استعمال، بد اخلاقي، حسد او کينه، حرص لرل، متقابل احترام نه لرل، خيانت، فساد، بې باورې، له غلتو خلکو سره اړيکې، د مور او پلار او هم د نورو مشرانو بې احترامې، د الله ج نافرماني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.