The news is by your side.

له امريکا څخه د افغان حکومت په تړاو د طالبانو غوښتنه

خبريال وېبپاڼه؛ وسله والو طالبانو د خپلې اونيزې تبصرې په ليکنه کې ويلي دي چې د امریکا پخوانیو حکومتونو هم د افغانستان وضعیت بار بار ارزولی دی او پايله یې همدا وه چې د افغانستان مسله د زور له لارې نه حل کېږي او بايد د خبرو او تفاهم له لارې دا مسله حل شي.

طالبانو پخپله دې ليکنه کې د افغانستان د مسلې د حل ترټولو معقوله لار د دوحې د توافقنامې عملي کول بلل دي او امریکا ته یې سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې دننه د ددوی په اصطلاح د پرديپالو خبره ونه مني او خپل ځواکونه دې له هېواد څخه بهر کړي.

طالبانو پخپله ليکنه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په ضد د ټويټري کمپاين يادونه هم کړې ده، دوی ليکلي چې څو ورځې کېږي د افغانستان په ټويټر کې ټرېند ټکی همدا دی چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي، طالبانو پخپله دې ليکنه کې دې ټکي ته کومه اشاره نه ده کړې چې ددې ټرېنډ تر شاه يوازې افغان طالبان یا يې پلويان و که له پاکستان څخه هم ډېرو زياتو کسانو پکې ونډه اخيستې وه، د یادونې وړ ده په دې ټرېنډ کې د پاکستان څخه ډېرو کسانو ګډون کړی و.

طالبان په داسې حال کې د امريکا په نوي حکومت د افغان حکومت د خبرې نه منلو غږ کوي چې د امريکا نوي حکومت د افغانستان د حکومت سره مشورې او همکارۍ زیاتې کړې دي، لږ تر لږه د سولې په برخه کې د ډونالډ ټرمپ په پرتله د حکومت سره اوس ډېره مشوره کېږي.

افغان حکومت هم په شديد ډول د امريکا حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې له طالبانو سره دې خپل تړون له سره وارزوي، افغان حکومت او د امريکا نوی حکومت دواړه وايي چې طالبان ددوحې په تړون باندې عمل نکوي.

د امريکا ددفاع وزارت وياند په دې هکله وويل چې طالبانو د دوحې د تړون مطابق په افغانستان کې باید د جګړې شدت راکښته کړی و او د القاعده شبکې سره يې خپلې اړيکې پرې کړې وی خو طالبانو نه د جګړې شدت راکم کړی او نه یې هم د القاعده سره اړيکې پرې کړې دي.

شننونکي وايي طالبان غواړي د خبرو له لارې امريکايان د هېواد څخه وتلو ته قانع کړي او وروسته په افغانستان کې يا د خبرو له لوري خپلې ټولې سمې او ناسمې غوښتنې په حکومت ومني او يا هم د زور له لارې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance