The news is by your side.

د دویمې ښځې رواج او د ښځو تند غبرګونونه

خبریال وېب پاڼه/ د پښتنو ښځو تر منځ یو اصطلاح مشهوره ده چې سړی چې پیسه پیدا کړي دویم واده کوي.

خو دا خبره بیا په ښځینوو کې د نارینوو سره توپیر لري. ښځې چې پیسې پیدا کړي واده نه کوي.

په نړۍ کې زیاتې شتمنې ښځې شته چې تر اوسه یې ودونه نه دي کړي او یا هم په پوخ او وروستي عمر کې واده کوي.

په افغانستان کې دې وروستیو کلونو کې د دویمې ښځې کول بیخي ډېر رواج ګرځېدلی.

هغه نارینه چې د تېرو کلونو په پرتله یې اوس ډېر شهرت او پیسه موندلې او مشهور او پرمختللي شخصیتونه جوړ شوي دویم ودونه یې وکړل او یا یې هم غواړي چې ویې کړي چې دې چارې نورو نارینوو ته هم د دویمې ښځې کولو زړه ورکړی او دا چاره بیخي په یو رواج او فرهنګ بدله شوه.

خو دا چې چاره نارینوو کې په فرهنګ بدله شوې لامل یې دا دی چې د زیاتو مشهورو او با سېوادو نارینو لومړنۍ مېرمنې بې سېوادې او د هغوی د کورنۍ په خوښه ورته واده شوي. نارینو دا خبره بهانه ګرځولې او غواړي د باسېوادې ښځې په بهانه دویمه وکړي.

خو دې چارې د ښځو تر منځ تند عبرګونونه را پارولي.

په تازه وخت کې د هېواد وتلي سندرغاړي جاوېد امیر خېل په دویمې کوژدې زیاتې مېرمنې او جوني په غوسه دي او دا د لومړۍ ښځې سره ظلم بولي.

خو د ناربنو د دویمې ښځې په کولو کې جوني هم ملامتې بولي چې په واده شویو سړیو مٸینیږي او اړیکې ورسره ساتي چې خبره یې د کوژدې تر کچې رسیږي.

نارینه بیا په دې موضوع کې ځان دومره ښیي چې ټینګار کوي دوی د شریعت له پلوه د څلورو ښځو حق لري او کولی شي چې د دوی تر منځ عدالت وساتي.

خو ښځې نیوکه کوي چې دا نارینه چې خپلې دویمې باسېوادې کوژدنې ته څومره پام کوي هومره یې لومړۍ هغې ته نه کوي.

خو دا خبره د ښځو پر ځای ده. ځکه د دوه مېرمنو لرونکي نارینه هغې نجلۍ ته چې اړیکې ورسره لري او غواړي کوژده یې کړي د هره ورځ د سرو ګلانو د ډالیو په کولو کې پرې خپله پاملرنه ور ښکاره کوي خو دویمې مېرمنې ته په کور کې ان یوه وړه خوږه خبره هم نه شي ډالۍ کوی.

دا چې په ټولنه کې د دویمې ښځې کولو چارې رواج وموند په څنګ کې یې د ښځو ګڼ تند غبرګونونه هم را پورته شول یا به د نارینه له لوري د دویمې ښځې کولو چاره هم داسې ګرمه روانه وي او یا به د ښځو لد غبرګونونو او مخالفتونو له کبله ودریږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance