The news is by your side.

جوبايډن ته د ګلبدین حکمتیار وړانديز

خبريال ویبپاڼه؛ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د امريکا د متحده ايالاتو نوي ولسمشر جوبایډن ته وړانديز کړی دی چې د دوحې د تړون په ځای بايد په دې فکر وکړي چې ايا د افغانستان حکومت په ملاتړ ارزي که نه، حکمتيار ويلي بايډن بايد په دې باندې پوه شي چې د دوحې د تړون په ارزولو د طالبانو څخه د ترلاسه شويو شيانو څخه ډېر څه نشي ترلاسه کولی.

حکمتيار ټينګار کړی دی چې امريکا به په طالبانو د مې مياشتې وروسته خپل شتون ونه مني، د حکمتيار په اند چې نه خو به طالبان راضي شي چې د مې د میاشتې وروسته د امريکايي ځواکونو شتون په هېواد کې ومني او نه به هم دوی په دې بريالي شي چې ددې څخه د زيات وخت لپاره د افغانستان حکومت وساتي.

حکمتيار چې پرون یې د جمعې په خطبه کې خلکو ته خبرې کولې وويل چې د امريکا حکومت او ولسمشر جوبایډن په هغه وعدو عمل وکړي چې د طالبانو سره يې کړې دي، حکمتيار وايي چې د جوبایډن او ډونالډ ټرمپ ترمنځ ګوندي او شخصي اختلافات بايد د امریکا د حکومت نړيوالې ژمنې ګډوډې نه کړي، حکمتيار زياته کړه چې ډونالډ ټرمپ د طالبانو سره شخصي تړون نه دی کړی بلکې دا تړون د امريکا د حکومت سره او د حکومت په اعتبار ترسره شوی دی نو بايد جوبايډن هم دې ته ژمن پاتې شي.

حکمتيار د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې امریکا باید په دې باندې فکر وکړي چې ترڅو به د يو داسې حکومت د ملاتړ لپاره خپل عسکر د مرګ خولې ته لېږي چې په نړۍ کې یې په فساد کې لومړي مقام ترلاسه کړی وي.

حکمتيار د موقت حکومت په طرحه باندې هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د قدرت د نيمايي وېش طرحه ناسمه ده ددې په ځای باید قدرت بې طرفه او صالح کسانو ته وسپارل شي.

حکمتيار وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې د امريکا د متحده ايالاتو نوي حکومت پرېکړه کړې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوی تړون بيا وارزوي.

د امريکا د نوي حکومت مشر جوبايډن وويل چې د افغانستان څخه په فوري ډول د عسکرو د ایستلو نيت نلري خو غواړي د افغانستان مسله د سولې له لارې حل کړي.

د امريکا ددفاع او بهرنيو چارو وزارتونو هم پخپلو اعلاميو کې ويلي دي چې طالبانو پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی، په افغانستان کې یې د جګړې شدت نه دی کم کړی بلکې جګړې ته یې نور هم زور ورکړی دی، د يادو وزارتونو وياندویانو رسنیو ته ویلي و که طالبان خپلې ژمنې نه عملي کوي نو په یو طرفه ډول به د امريکا لپاره هم ګرانه وي چې خپلې ژمنې عملي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.