The news is by your side.

د افغانستان په هکله د ناټو غونډه

.خبریال ویبپاڼه/ په افغانستان د بهرنیو ځواکونو د حضور او وتلو په هکله بیلابیل نظریات او خبرې موجودي دي د ناټو چوکاټ کې یو شمېر هېوادونه په اوسنیو حالاتو کې له افغانستانه د سرتیرو وتل نه خوښوي او د ناټو له لوري هم کومه پریکړنده خبره نه ده سوې سرتیري به څنګه کړي؟

په افغانستان کې د جګړې ډګر تودیدل اندېښنې او په یو شمېر ولایتونو کې د نا امنیو د کچې زیاتوالی په نړیواله او محلي توګه د اندېښنې وړ خبره ده.

راتلوونکي چهار شنبې د ناټو د دفاع وزیران په افغانستان کې د خپل حضور او ماموریت د څرنګوالي په هکله خپله غونډه ترسره کوي په دې غونډه چې خورا مهمه ده د ناټو د دفاع وزیران پر دې پریکړه وکړی چې په افغانستان کې پاتي سي او که ووزي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې له مخې  باید د ناټو او ټولو بهرني سرتیري د مي تر میاشتي له افغانستانه ووزي خو لا مالومه نه ده ناټو  دا مهال په افغانستان کې لس زره سرتیري لري.

ناټو څو ځله پردې ټینګار کړی چې وتل او نه وتل يې په شرایطو پوري تړلی دی دا چې دا مي په میاشت کې ناټو وزي خو امریکایان نه وزي جګړه به څنګه سي؟

د طالبانو او امریکا هوکړه؟

د طالبانو او امریکا د هوکړې پر بنسټ تر راتلوونکي مي میاشتي پوري باید له افغانستان ټول بهرني سرتیري ووزي خو د امریکا دولت ویلي وو، چې د مي په میاشت کې خپل سرتیري له افغانستانه نه باسي او د جګړې پر حل باندې ټینګار کوي او نورو به هغه اوږدې جګړې ختموي چې امریکا پکښي ښکېله ده.

خو ایا د مي میاشت کې د امریکایانو پاتي کیدل او ښايي د ناټو پریکړه هم دغه وي د جګړې د دوام یو پیل نه دی؟ امریکا ادعا لري چې طالبان د قطر دفتر له هوکړې سرغړونه کوي  او یوځل بیا به د سولې د دې تړون له سره ارزونه کیږي.

تر اوسه پوري داسې راپورونه هم خپاره سوي چې وسلوال طالبان بیرته خپلو سنګرونو ته ستانه سوي او د یوې نوي جګړې لپاره چمتوالی نیسي چې ورسره سم اندېښنې هم پیدا سوې.

د سولې خبرې

د بین لافغاني خبرو د پیل هڅه سوې خو له هغې ورځې را په دېخوا بیا له قطر څخه ښه او د پرمختګ خبر نه دی اوریدل سوی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance