The news is by your side.

حکمتیار د ارګ د محاصره کولو د پلان خبر ورکړ

خبريال وېبپاڼه؛ د حزب اسلامي مشر حکومت ته خبرداری ورکړی دی چې ددوی سره هغه ژمنې چې ولسمشر غني کړې دي او هغه ژمنې چې اوس یې د طالبانو سره کړې دي بايد عملي شي.

حکمتیار نن په یوه خبري غونډه کې ګواښ وکړ چې که ولسمشر غني د حزب اسلامي بندیان خوشي نکړي او د طالبانو سره کړې توافقنامه عملي نکړي نو په کابل کې ښار کې په پراخو حرکتونو لاس پورې کړې او بلاخره به ددې په پايله کې د حکومت واکمنۍ ته د پای ټکی کېږي.

حکمتیار ګواښ کړی دی چې دوی به ارګ تر هغه کلابند کړي ترڅو چې ددوی غوښتنې نه وي منل شوې او اشرف غني لارې ته نه وي راغلی.

حکمتیار د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې که اړتیا شي نو ددې حکومت په وړاندې به هغسې وسلې وکاروي او هغه ډول جګړه به پيل کړي لکه څنګه یې چې د پرچميانو او کمونیسټانو په وړاندې پيل کړې وه.

حکمتیار همدارنګه ادعا وکړه چې حکومت په لوی لاس يوې بلې جګړې ته د تياري په حال کې دی، د حکمتیار په خبره چې دده سره کره شواهد موجود دي چې حکومت د بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کانټينرو کې په زياته کچه وسلې راوړي او هغه ډلو ته یې ورکوي چې پخوا يې د طالبانو سره جګړه کړې وه.

حکمتیار په داسی حال کې د حکومت په وړاندې د جګړې د اعلان د تياری خبرې کوي چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار وويل چې دوی جګړې ته تیار دی او طالبانو د خبرو مېز پرېښی دی.

محب د جګړې سبب طالبان بللي و، محب ويلي و چې دا طالبان دي چې جګړې ته یې زور ورکړی دی د سولې د خبرو مېز یې پرېښی دی او خپل قومندانان يې راټول کړي او د جګړې لپاره تياری نيسي.

د بلې خوا امریکا او افغان حکومت بيا د توافقنامې په نه عملي کولو طالبان تورنوي، حکومت وايی چې طالبانو ژمنه کړې چې د جګړې شدت به راکموي خو برعکس دوی په هلمند، کندهار او د هېواد په نورو سيمو کې جګړې ته دومره زور ورکړ کې په زرګونو خلکو خپل کورونه پریښودل، خو حکمتیار بيا په خپلو خبرو کې طالبانو ته هېڅ ونه ويل او نه یې هغوی د توافقنامې عملي کولو ته راوبلل صرف حکومت یې مخاطب کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.