سوداګرو ته د تاوان ورکړي پر ځای د متلونو ویل

خبریال ویبپاڼه/ تیره ورځ د هرات اسلام کلا ګمرک کې د اورلګیدنې په ترڅ سلګونه له مالونو بار موټرونه وسوځېدل او سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیانونه واوښتل، چې جبرانیدل يې یوازي په همدې سوداګرو پوري اړه لري او دولت به هیڅ نه کوي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ځان خلاصون په خاطر سوداګرو ته ویلي چې سر وي خولۍ ډیري دي، خو دا يې هیڅ ونه ویل چې له دې سوداګرو سره د اوښتې خسارې د تاوان پریکولو برخه کې څه کوي.

امرالله صالح ویلي داښه ده چې په دې پیښه کې ځان تلفات نه لرو، ده اعتراف وکړ چې د افغانستان ګمرکي تاسیسات په پرمختللي توګه نه دي جوړ سوي چې د داسې خطرونو د رامنځ کیدلو پر وخت ښه ثابت سي، هغه ډاډ ورکړ چې د نړۍ له پرمختللو کمپنیو سره يې د ګمرکي تاسیساتو د جوړولو خبره هم کړې ده.

نور دولتونه خساره ورکوي زموږ هغه متلونه وايي

په اوسنیو حالاتو کې افغان سوداګرو ته د دومره لوی تاوان اوښتل کمه خبره نه ده د نورو هېوادونو دولتونه په داسې حال کې سوداګرو ته يې زیان واوړي نو هرڅومره چې ژر وي له زیانمنو سویو سره مرستې کوي خو د افغان دولت یو لوړ پوړی مسؤل د دې اوښتي زیان په هکله یوازي پر یوه ویل سوي متل تکیه کوي او ژمنه ورکوي چې له دې وروسته به ګمرکات سم و رغول سي.

افغانستان کې د سوداګرو ستونزې

له تیرو څو ورځو را په دې خوا افغاستان کې صرافانو او د لویو موټرو چلوونکو کاري اعتصاب کړی چې دولت ورسره بیلابیلو برخو کې غیري قانوني کړنې ترسره کوي او خپلو کارونه يې درولي.

چې له دې امله په ښارونو کې د خوراکي او نفتي توکو قیمتونه خورا لوړ سوي او خلک يې له خورا لویو ستونزو سره مخ کړي دي تراوسه دولت په دې هکله څه نه دي ویلي.

امر الله صالح یوازي په یوه متل ځان خلاص کړ او میلیونونه ډالر زیان يې افغان سوداګرو ته پرېښود داسې بریښي چې زیانمن سوداګر به ورته د اوښتي زیان جبران په ډیر وخت هم ونکړي ځکه دولت په هیڅ یوې برخې کې هغه څه چې د سوداګرو لپاره اړتیا ده او باید ترسره سوي وای نه دي کړي اندېښنه داده چې روانه نا امني او بې عدالتي به د دې لامل سي چې په افغانستان کې ډیری کاربیان خپلې پانګې  له افغانستانه وباسي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More