The news is by your side.

د دوه نجونو سره يو وخت یاري پالونکي کس د نه منلو کار وکړ

خبريال وېبپاڼه؛ د امريکا په متحده ايالاتو کې د جوزف ډاويس په نامه لاندې يوه کس په يوه ورځ ددو نجونو زړونه مات کړي دي.

ډاويس لومړی د دوو نجونو سره د ټولنيزو رسنيو له لارې شناخت پیدا کړی او وروسته يې د يو بل سره ليدلي او پېژندلي دي.

په فلوریډا کې اوسېدونکي ډاويس د اوږدې مودې لپاره دواړې نجونې په یوه وخت کې اداره کړې دي او یوه هم ورباندې نه ده خبره کې دی بله ملګرې هم لري.

د ډاويس يوې ملګرې ډېره موده وروسته وموندل چې دی د يوې بلې نجلۍ سره نامزد دی، دې په فېسبوک کې د هغه نجلۍ حساب وموند او د هغوی انځورونه يې وليدل د کوم سره چې ډاويس نامزد شوی و.

د ډاويس دې ملګرې په انځورونو کې خپلې ګوتمې ته پام شوی و، هغه ګوتمه چې ددې وه ډاويس خپلې بلې ملګرې ته چې اوس ورسره نامزد شویو ور په ګوته کړې وه.

کله چې دې د ډاويس دا دوکه وليده او پوه شوه نو خپله المارۍ یې چک کړه، کله یې چې خپله المارۍ وليده نو پوه شوه چې د ګوتمې ترڅنګ یې ځینې نور قيمتي شيان هم نشته دي او ډاويس له ځان سره وړي دي.

ددې خبر په ليدو او پوهېدو سره دې ملګرې هغه نجلۍ ته‌ زنګ کړی د کومې سره چې اوس ډاويس نامزد شوی دی، د کوژدن شوې نجلۍ سره ترخبرو وروسته ځینې قيمتي شيان دې نجلۍ بیرته ترلاسه کړي.

ډاويس د دواړو نجونو سره حيرانونکې لوبه کړې، د هغه نجلۍ سره کې نامز و د شپې يو ځاي و خو کله به چې هغه د ورځې کار ته ولاړه ده به همدې کور ته خپله بله ملګرې راوسته، دا ملګرې يې وايي چې دې ورته ويل غواړي نور دې کور ته راشي نو ډاويس به ورته بهانې کولې‌

وروسته دواړو نجونو پوليسو ته له ډاویس څخه شکایت کړی دی، پوليسو د ډاويس ددوسیې تر کتلو وروسته وويل چې ددې سره د ډاويس د نيولو امر دی ځکه هغه تر دې پخوا نور جرمونه هم کړي.

پوليسو د ډاويس د نيولو هڅې پيل کړې دي خو تر دمګړۍ یې کومه مثبته پايله نه ده ترلاسه کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.