د جګړې نوې طرحه او مرور طالبان پخلا کول

خبريال وېبپاڼه؛ طالبانو د جګړې لپاره د خپلو خفه ډلو او قومندانانو د پخولا کولو او جګړې ته د تيارولو هڅې چټکې کړې دي‌.

وروسته له هغه چې د امريکا متحده ايالاتو خپل مشر بدل کړ او په دې هېواد کې د واک چاری جوبایډن واخيستې او د طالبانو سره یې د شوې توافقنامې د بيا ارزولو او سرتېرو نه ایستلو خبره وکړه نو طالبانو خپلو قومندانانو، په هېواد کې دننه او بهر خپلو ډلو ټپلو ته ويلي دي چې سره منسجم شي.

په ځانګړي ډول د طالبانو هڅه اوس داده چې هغه ډلې بېرته سره يو کړي چې ددوی بېلې شوې دي په یوه ځانګړې ساحه کې واک چلوي او يا هم ځینې یې داسې دي چې جګړې ته یې شا کړې ده په نورو شخصي کارونو بوخت دي.

قومندانان راضي کول

خبريال ته رسېدلی صوتي غږ ښيي چې طالب قومندان او استازي د خپلو مشرانو هغه پیغام نورو طالبانو ته اوروي چې پکې د خپلو ډلو ټپلو د پخولا کولو او اختلافاتو د ختمولو خبرې شوې دي، دوی غواړي د قومي مشرانو په وړاندې د خپلو ډلو مشران راټول کړي او هلته ټول یو بل ته عفه وکړي او پسې يوه ډله شي او جګړې ته شدت ورکړي.

وروسته له هغه چې طالبانو د امریکا سره توافقنامه لاسليک کړه او د افغان عسکرو په وړاندې یې جګړې ته دوام او شدت ورکړ ځینې طالب قوماندانانو نوره جکړه ناروا وګڼله او پخپلو کورونو کېناستل کوم کسان چې ددوی ترقوماندې لاندې و هغوی هم جګړه پرېښوده او دا يې مناسبه ونه ګڼله چې په دې هېواد کې په موجودو امريکايي پوځيانو بريد نه کېږي څو په مسلمانانو افغان عسکرو دې بريدونه کېږي.

ددې څخه هخوا ځینې طالب قوماندانان داسې و چې پخپله یې په خپله سیمه کې د يو بل سره جنجال درلود، په سيمو کې د معدنونو په وېش کې د وسلو په خرڅولو کې د ترياکو په خرڅولو کې، ددې څخه په ترلاسه شويو پيسو باندې نه سره جوړېدل او د يو بل سره يې داسې دښمني پيل کړې وه چې مثال یې نشته.

طالبان غواړي امریکا پښېمانه کړي

په ځينو سيمو کې د طالبانو دوه ډلې يو بل ته دومره ډکې وي چې د امریکايي څخه هم لومړی غواړي چې مقابل قومندان له منځه يوسي، طالبانو ددې ډلو د يو کيلو لپاره هڅې پيل کړې دي خو دا چې دا هڅې به بريالۍ شي او که نه دا به وخت ښيي.

اوس چې د امريکا متحده ايالات غواړي په افغانستان کې خپل پوځيان پرېږدي او همدا راز د افغان حکومت ملاتړ به هم دوام ورکوي طالبان په دې هڅه کې دي چې جګړې ته شدت ورکړي او امريکا پخپله دې پرېکړه پیښمانه کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More