The news is by your side.

هغه ۷ ګټې چې يوازې د تورو بانجانو څخه یې ترلاسه کولی شئ

خبريال وېبپاڼه: تور بانجان په لومړي ځل هند کې په شپږمه پېړۍ کې د انسانانو لخوا وپېژندل شول، او د خپل خوراکي توکو په لړ کې یې راوسته. وروسته یې خوړل د نورو هیوادونو په خلکو کې هم دود پیدا کړ. د توربانجان علمي نوم ( ( Solanum Melongenaده. چې په بنفشوي، تور سپین، شین او زیړ ته مایل رنګونو کې پیدا کیږي.

توربانجان هندی گیاه ده، چې د شبدر د ګلو له کورنۍ څخه دی. چې په گرمو سیمو کی ښه وده کوې. توربانجان د ویتامینونو منرالونو یوه ښه سرچینه ده، چې د مغز فعالیت ته دېر ګټور دي هډوکو ته ګټه لرې د شکر ناروغۍ له پاره تور بادنجان ډېری ګټې لرې که چېرې د شکر په ناروغۍ اخته یاستئ نو د ۵-۶ تورو بادنجانو بیخونه په اوبو کی پخی کړی او وڅښی دا ډیره ګټه لری چی ۶۰۰ هایپرګلسیمی ۱۰۰ هایپرګلاسیمی ته ښکته کوی تور بادنجان د سرطان مخه نیسی د کمخونی ضد بلل کېږی او د وینی کلسترول ته ډېره ګټه لرې هغه داسی چی په وینه کی د مضرو کلسترولو په کمولو کی مهم رول لوبوی نو هغوی چی د زړه رګونه یی تنګ شوی وی باید تری ګټه تری واخلۍ. په تورو بانجانو کې ویټامین B کمپلکس، A,C او یو شمیر معدني مواد، لکه کلیسم، فاسفورس، مس، اوسپنه او پوتاشیم شتون لری.چې د انسان روغتیا تخ بې شمره ګټې لري.

د روغتیایي پوهان وایي؛ په تور بانجانو شته “Vitamin D3“ په بدن کې د ګټورو کولیسټرلو کچه ډېروي. په همدې ډول د زړه په روغتیا کې هم ډېره ونډه اخلي، او دا په دې توګه چې تور بانجان یوه زیاته اندازه اضافي مایعات چې ورته اړتیا نه لیدل کېږي له بدن څخه باسي. او زړه ته د تازه ګۍ سبب کېږي.
که مو یو ځای د ټپې کېدو له امله پرسېدلی وي، نو که تور بادنجان پری کېږدو ژر ښه به شې همدارنګه د بادنجانو پوټکې او پاڼې که جوش کړو نو خونې اسهال ته ګټه لرې کوښښ دې وکړي، چې تور بادنجان سره نه کړي، ځکه ضعیفو معدو ته ښه نه وي.
سر بېره چې ډېری ګټې لرې هغوی دی د ډېرو خوړلو څخه ډده وکړی چې د سترګو درد لرې او هغه چې بواسېر ناروغۍ لرې.
د تورو بانجانو نورې ګټې په لاندې ډول په ګوته کېږي:
۱ـ په بدن کې د ګلوکوز کچه راټيټوي.
۲ـتوربانجان د وینې فشار په منظم ډول ساتي.
۳ـ د پوستکي د نرمېدلو لامل کېږي.
۴ـ تور بانجان د هغو کسانو لپاره هم خورا ګټور ثابت شوي، چې د بډوډو ناروغي لري.
۵ـ د نورو ګټو سره سره د تورو بانجانو بله لویه ګټه دا ده، چې د بندو او یا هم تنګو شوو شریانونو په خلاصولو کې مرسته کوي.
۶ـ د یوې څېړنې پایلې ښيي، چې تور بانجان کولی شي تر ۵۰ سلنې پورې د انسان په وینه کې د کلسترولو کچه راټیټه کړي.
۷ـ یوه بله اړینه خبره دا ده، چې د تورو بانجانو اخیستلو کې باید ورته پام وکړو، چې د تورو بانجانو بنفش رنګ د نورو په پرتله په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه انتي اکسیدان لري.
نو کوښښ وکړئ، چې تل مو د خوړو په لېست کې توربانجان اوسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.