بلاخره ناټو د افغانستان په هکله مهمه پرېکړه وکړه

خبریال ویبپاڼه/ د طالبان او امریکا ترمنځ د تړون له مخې تر راتلوونکي مي میاشت پوري به ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وزي تر څو د تړون هوکړي پرځای سي خو د افغانستان خراب وضعیت ته په کتلو سره پریکړه بل رقم سوې.

د مي په میاشت کې هیڅ بهرنی له افغانستانه نه وزي

د امریکا حکومت ویلي چې اوسنیو حالاتو ته په کتلو سره له افغانستان هیڅ سرتیری نه باسي او غواړي چې د افغانستان جګړه او موضوع د سیاسي لارې حل کړي ښايي د ناټو پریکړه هم همداسې وي دوی پر طالبانو انتقاد کوي چې په خپلو ژمنو کې  رښتیني نه دي او د قطر د هوکړي سره سم چلند نه کوي.

ناټو څنګه پریکړه وکړه؟

راتلوونکې  چهار شنبې به د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په هکله خپله غونډه وکړي خو مخکې له دې  چې دا غونډه ترسره سي یو شمېر سرچینو خبر ورکړی چې ناټو خپل سرتیري په اوسنیو بدو حالاتو کې له افغانستانه نه باسي او خپل ماموریت ته به دوام ورکوي ینس سټولټنبرګ یوې مرکه کې ویلي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل یو وار بیا ښايي دغه هېواد د ترهګرو په ځاله بدل کړي هغه له افغانستانه د سرتیرو وتل اسانه پریکړه نه ده بللې  او ویلي يې دي چې په دې هکله باید ښه فکر وسي.

د سرچینو په حواله داسې پریکړه به ونه سي چې ناټو يې له مخې په اوسنیو حالاتو کې خپل سرتیري له افغاستانه و باسي.

طالبان څه وايي؟

طالبانو د جګړې د ختم لپاره یوازي د قطر د هوکړي پر عملي کولو ټینګار او ویلي يې دي چې د دې هوکړي عملي کول کولای سي چې په افغانستان کې روانې جګړې ته د پاي ټکی کښېږدي.

امنیتي حالت اود خلکو اندېښنې نژدې هره ورځ د پلازمینې په ګډون د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې د بمي چاودنو هدفي وژنو او جګړو خبرونو ورکول کیږي چې تراوسه يې دولت د کابو کولو لپاره پر خاصو پلانونو کار کړی خو حالت نه دی سم سوی د پسرلي په نژدې کیدلو سره دا مهال له خلکو سره اندېښنې زیاتي دي چې د هوا پر ګرمیدلو سره به نا امنۍ زیاتي سي او جګړې به زور واخلي داسې راپورونه هم خپاره سوي چې طالبان جګړې لپاره چمتوالی نیسي او په خپلو لیکو کې د خفه طالبانو په پخلا کولو باندې بوخت دي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More