The news is by your side.

صالح حکمتيار ته پخپله ژبه ځواب ورکړ

د اسلامي حزب مشر تیره ورځ په خپلو څرګندونو کې دولت و ننګاوه که يې غوښتنې ونه منل سي لاریونونه به وکړي او ارګ به محاصره کړي چې له نورو غبرګونونو سره سره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ورته ځواب ورکړی.

امرالله صالح د ګل بدین خبرو ته په ځواب کې ویلي چې ټوکې مه کوه وسلې په قاچاقي نه بلکې، په قانوني  ډول يې اختسلای سو د نوموړي په خبره چې ګل بدین له تیرو څلویښتو کلونو را په دې خوا هرې خواته لاس اچولی ترڅو ځان تر ارګه ورسوي خو لاهم رسیدلی نه دی.

هغه د ګل بدین دا ادعا چې دولت په قاچاقي ډول سره وسلې راوړي وویل چې دوی په ښکاره ډول سره وسلې رانیول سي ځکه نو اړتیا نسته چې په پټه سره دا کار وکړی.

د ګل بدین حکمتیا له خبرو وروسته د ارګ په ګډون په افغانستان کې یو شمېر نورو سیاسونو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم غبرګون ښودلی او ګل بدین حکمتیار يې ګرم ګڼلی.

ګل بدین ویلي که یې دولت د ورسره سوې هوکړې له مخې غوښتنې و نه مني نو لاریونونه به وکړي ارګ به محاصره کړي او هغه مفصد چارواکي چې اوس پر چوکیو ناست دي د ندې پرېښودلو ته اړ کړي.

غبرګونونه

د ګل بدین حکمتیا له توندو څرګندونو وروسته ارګ هم غبرګون وښود له دې سره سره د افغانستان د جمعیت ګوند اجرایوي مشر عطامحمد د ګل بدین د خبرو په هکله وویل چې، د حکمتیار څرګندونې د هغه عقده، بې وزلي او داخلي بدبختي د اوج ښکارندويي کوي له دې سره تر خوا د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ورته ویلي چې ټوکي مه کوه.

ګل بدین له ډیرو مودو راهیسې خواشینی دی له دې سره سره چې ګل بدین هر وخت کوچنۍ ادعا وي کوي په دې وروستیو کې يې وویل چې د کابل له هوايي ډګره نامالومي الوتکې له افغانستانه پیسې باسي او اوس خپل ادعا په اخطار اړولې او دولت يې ننګولی دی دولت د نوموړي په ځواب کې ویلي خو دايې نه دي ویلي چې غوښتنې به يې ومنل سي ایا ګل بدین به خپلې خبرې عملي او که یوازي په اخطاره شکل سره پریږدي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.