د علي پور د ظلمونو پر ضد لاریونونه؛ خو حکومت چُپه خوله!

خبریال وېب پاڼه/ د غیر مسؤوله وسله والو قومندان عبدالغني علي پور د ظلمونو او ورانکاریو پر ضد د ولس لاریونونه بار بار را پورته کیږي خو حکومت لا هم چُپه خوله دی.

نن د وردګو ولایت ولسونو یو ځل بیا د عبدالغني علي پور پر ضد را پورته شول او د خپل امنیه قومندان په ملاتړ او علي پور پر خلاف یې لازیون وکړ.

لاریون والو د علي پور پر خلاف شعارونه ورکړل او له حکومت یې وغوښتل چې علي پور په ګډون دې نور غیر مسؤوله وسله وال هم د قانون منګولو ته وسپاري او د خپلو ورانکاریو له کبله دې باید محاکمه شي.

دوی د لاریون پر مهال د دې ولایت امنیه قومندان الله داد فدایي په ملاتړ غږ پورته کړ او له غوښتنه یې وکړه چې نوموړی دې بېرته خپلې دندې ته را ستون کړي.

دا په داسې مهال ده چې څو ورځې وړاندې د وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د علي پور وسله والو په امنیتي ځواکونه بریدونه وکړل خو کورنیو چارو وزارا د علي پور پر ځای د وردګو امنیه قومندان لویې څارنوالۍ ته معرفي کړ چې د وزارت دا کار د ولسونو له تندو غبرګونونو سره مخ شو.

علي پور له څو میاشتو را هیسې یو ځل بیا خپل ورانکاري، حکومت او بشر ضد فغالیتونه زیات کړي او په وردګو ولایت کې یې په ځانګړې توګه د پښتنو په سرونو او مالونو تېری شروع کړی.

د وردګو ولسي مشرانو څو څو ځل د علي پور پر ضد غونډې وکړې څو یې حکومت غږ واوري او د علي پور له ظلمونو یې خلاص کړي خو حکومت یې پر وړاندې برعکس چلند کوي چې د علي پور ورانکاري هم لا پسې زور اخلي.

که څه هم له تېرو اتلسو کلونو را په دې خوا په افغانستان کې ملي پوځ، ملي پولیس او نورې استخباراتي ادارې د پخوا په پرتله پیاوړې دي، خو د دغو ټولو سره سره بیا هم د علي‌پور غوندې خپلسري کسان مستقیماً د خلکو پر ځانونو او مالونو تېری کوي او په هېواد کې د شته بدبختیو اور ته لمن وهي.

د عبدالغني علي‌پور نا مسؤوله وسله‌وال په وردګو کې تخریبي فعالیتونه ترسره کوي او د خلکو په وژلو، د ماشومانو په اختطاف او په نورو غیر انساني کړنو کې لاس لري.

دغه خپل سری قوماندان وخت ناوخت د شتمنو زامن اختطاف کوي او د پيسو غوښتنه ترې کوي او د نه ورکولو په بدلو کې ورته د وژنو ګواښونه کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More