د پېاده ګرځيدو له ۴ حيرانوونکو ګټو خبر وئ!
خبريال وېبپاڼه: هغه خلک چې په پېاده ګرځيدو عدت وي هغوي ته توپير نکوي چې لاره اوږده وي او يا هم لنډه هغه خلک چې د پېاده ګرځيدو په ګټو پوهيږي حتا څو ساعتونو پوري پېاده ګرځيدل کولی شي خو بيا ډير داسي خلک شته چې د پېاده ګرځيدو سره عدت نه وي او نه هم د پېاده ګرځيدو په ګټو پوهيږي داسي خلک هرځای ته په سايکل، موټرسايکل، او يا هم موټر کې تګ راتګ کوي دا په ياد ولرئ چې ټول وخت په نقليه وسايطو کې ګرځيدل ستاسو روغتيا ته زيان رسوي
په طبيعت کې پېاده ګرځيدل به ستاسي روغتيا لپاره کومې ګټي ولري؟ ولې د نقليه وسايطو څخه پېاده ګرځيدل غوره دي؟ دې داسي ورته پوښتنو ته به په دې ليکنه کې مناسب ځوابونه ومومئ.
* پېاده ګرځيدل ستاسي بدن په نورمال حالت کې ساتي، که چيري تاسي ۱ ساعت پېاده وګرځئ نو د يو ساعت ګرځيدو سره ۵۰۰ کالري انرژي سوځول کيږي يو خوا به د چاغو کسانو وزن ورسره کنټرول وي ځکه چاغ کسان نه شي کولی چې دا مقدار بیا ژر پوره کړي. ډير ډنګر کسان به دا فکر کوي چې زه پېاده ګرځيدل وکړم نو زه به نور هم ډنګر شم چې داسي کومه خبر نيشته ځکه د چاغو کسانو په نسبت ډنګر خلک ژر بيرته کولی شي چې سوځول شوي انرژي لاسته راوړي همدا پېاده ګرځيدل دي چې ستاسو بدن او وزن په نورمال حالت کې ساتي.
* د طبپوهان وايې، پېاده ګرځيدل د ويني غوړو او کلسټرول لپاره غوره درملنه ده او هم د زړه ناروغيو او لوړ فشار مخنيوی کوي د پياده ګرځيدو د ګټو په اړه د طب ځيني پوهان دا هم وايې چې پېاده ګرځيدل د ځينو سرطانونو مخنيوی هم کولی شي ځکه پېاده ګرځيدو سره د انسان بدن د خوځښت حالت کې وي چې همدا د ډيرو ناروغيو لپاره غوره درملنه ده.
* پېاده ګرځيدل له انسان څخه لټې او سستې ليرې کوي هغه خلک چې په نقليه وسایطو کې په ګرځيدو عدت وي هغوي بيا دومره سست وي چې د يو کوچني کار د ترسره کولو وړتيا هم نه لري د نقليه وسايطو پرځای پېاده ګرځيدل غوره وګڼئ ترڅو چالاک او چابک اوسئ.
* پېاده ګرځيدل د بدن د غړو ترمنځ همږغې رامنځته کوي، پېاده ګرځيدل د بدن د غړو لپاره غوره ورزش دی، پېاده ګرځيدل ستاسي روح او نفس تازه ساتي او هم تاسو ته د خوښيو احساس درکوي،
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.