د هلاک شویو پاکستاني پوځيانو شمېر په ډاګه شو

خبريال ویبپاڼه؛ په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په وړاندې د وروستیو مخالفتونو په لړۍ کې نن بیا په پاکستاني پوځ حمله شوې ده او درۍ پاکستاني پوځیان په هلاکت رسېدلي او شپږ نور يې سخت ټپيان شوي دي.

دا پوځیان وروسته له هغه په هلاکت رسېدلي کله چې دوی په ګزمه وتلي و او بېرته اوس خپلې پوستې ته راستنېدل، ويل کېږي ډېری پاکستاني پوځيان د ګزمې په مهال په سيمه کې موجود پښتانه او بلوڅان تنګوي، له دوی څخه په يو او بل نوم پيسې اخلي او يا یې همداسې په بېلابېلو نومونو باندې تورنوي او وروسته یې په شهادت رسوي.

د بريد مسوليت پاکستانيو مجاهدینو( د پاکستان د طالبانو تحريک ) اخیستی دی، دغه مجاهدین چې د پاکستان له ظلمونو څخه پوزې ته راغلي دي وايي چې دا برید دوی کړی دی.

په دې وروستيو کې په سيمه کې د پاکستانيو پوځيانو په وړاندې بريدونو زياتوالی موندلی دی او له دوی څخه یې لار ورکه کړې ده، شاوخوا یوه اونۍ وړاندې هم مجاهدينو په پاکستاني پوځیانو برید کړی و چې په هغه بريد کې هم څلور پاکستاني پوځیان په هلاکت ورسېدل او درۍ نور یې سخت ټپيان شول.

له دې برید وروسته پاکستاني پوځ بيا په سيمه کې ګرځبندیز لګولی دی او خلک یې په کورونو کې ايسار کړي دي، د سیمې څخه راپورونه وايي چې خلک له لوږې سره مخ دي ځکه ددې سیمې خلک ډېر فقير دي نن یې ګټي او سبا يې خوري، په دوی باندې ګرځبندیز دا مانا نلري چې دوی دې نور هېڅ ډول عايد او مواد ونلري او د لوږې سره دې مخامخ شي.

د بريد وروسته د پاکستان ظالمو پوځيانو په خلکو مخ وراړولی دی او دغلته یې د خپلو تلفاتو قصد له ځايي خلکو اخيستی دی، د سیمې څخه راپورونه وايي چې پاکستاني پوځيانو په عامو خلکو شدت پیل کړی دی، خلک په ټوپکو وهي ټکوي او هر ډول سپکاوی ېې کوي.

د سیمې څخه راپورونه وايي چې پاکستاني پوځ عام خلک، شپانه، په لاره روان ناروغان ټول سخت وهلي دي، ددوی سره چې څه و هغه یې ورڅخه اخیستي او د يوه سره یې د خلکو ځورول او رټل پيل کړي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More