The news is by your side.

د ويلاديمير پوتين څخه د اېلون ماسک جالبه غوښتنه

خبريال وېبپاڼه؛ د نړۍ ترټولو شتمن او په دې ورځو کې مطرح کس اېلون ماسک د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین څخه غوښتي دي کې په کلاب‌هاوس کې ګډون وکړي.

اېلون ماسک په ټویټر کې يو پيغام خپور کړي دی چې د کرېملېن حساب يې هم پکې ټګ کړی دی، په دې ټویټ کې ده ليکلي چې خوښه مو ده چې په کلاب هاوس کې زما سره يو ځای شئ.

اېلون ماسک وروسته په یوه بل ټویټ کې د روسیې د ولسمشر سره د خبرو هيله او په دې هکله خوښي څرګنده کړه، ده په دې ټویټ کې وويل؛ ستاسې سره خبرې به زما لپاره يو ډېر لوی وياړ وي.

کلاب هاوس د صوتي خپرونې يوه نوې برنامه يا اپليکېشن دی چې يوازې د آيفون کارونکي ورڅخه ګټه اخیستلای شي‌.

ددې اپليکېشن ارزښت او شناخت هم وروسته له هغه لوړ شو کله چې اېلون ماسک په ټویټر کې د هغه يادونه وکړه او بيا یې پکې خپل حساب پرانيست او وروسته یې ان پکې مرکه هم درلوده.

د اېلون ماسک ترڅنګ اوس ډېرو نورو مشهورو اشخاصو هم ددې اپليکېشن غړيتوب اخیستی دی، له دې حملې څخه د اپرا وینفری او د فېسبوک د بنسټګر مارک زاکربرګ نومونه يادولای شو.

په کلاب هاوس باندې ځکه ځینې نيوکې شتون لري چې صرف په ایفون کې کار کوي، حال دا چې د نړۍ زياته برخه نفوس آيفون نه کاروي او د نورو انډرايد تلیفونونو څخه ګټه اخلي، نيوکه کوونکي وايي چې بايد د ټولو خلکو لپاره کلاب هاوس په ازادانه ډول د لاسرسي وړ وي.

اېلون ماسک تېره اونۍ اعلان وکړ چې په کلاب هاوس کې به دا ځل د کانيه وست چې د کيم کاردشيان خاوند دی مرکه وکړي، ده زياته کړه چې دا به ډیره جالبه مرکه وي، کانیه وست د ماډل په نړۍ کې د مشهورې ستورې کيم کاردشيان خاوند دی چې په دې وروستيو کې یې د طلاق اوازې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.