په لومړي ځل طالبانو جګړه نه ابادي وستایله
خبريال وېبپاڼه؛ په افغانستان کې دا خبره چې افغانستان د امپراتوريو هديره د ځينو کسانو له لوري ډېره زمزمه کېږي ځینې بيا وايي چې امپراتورۍ پخپل ځای ولاړې دي او افغانستان د افغانانو هديره ده.
په دې خبره تر ډېره د طالبانو پلويان او یا هم د جګړه کوونکو ډلو پلويان وياړ کوي، خو تازه ددې خبرې اړوند د طالبانو د سياسي دفتر وياند په دې هکله په یوه ټويټ کې خپل نظر ورکړی دی چې دا سمه ده چې د افغانستان د امپراتوريو هديره ده خو زه د یو داسې ورځې په لټه کې يم چې موږ د خپل هېواد د ابادونکو په نامه ياد شو.
دا لومړی ځل دی چې يو طالب چارواکی د جګړو د اتلوليو د کيسو څخه د ابادۍ کيسو ته ارزښت ورکوي او غواړي چې د ابادۍ کوونکو په نوم یاد شو.
د طالب چارواکي دا ډول څرګندونې دا ايجابوي چې دا ډله نور په دې قانع شي چې د جګړې په ځای بايد د سولې خبرو ته ډېر چانس ورکړل شي، که دوی اوس د جګړې لار نيسي نو ددې پايله بيا همدا کېږي چې بهرني هېوادونه به همغسې اباد وي صرف له دې ځايه به خپل پوځیان وباسي چې هغه هم قطعي نه دي خو دلته به موږ په زرګونو مړه شوي یو، هېواد به مو ويجاړ شوی هرڅه به مو د لاسه ورکړي وي.
پکار ده څومره ژر چې کیږي د جګړې د درېدو لپاره هڅه وشي، دواړه لوري بايد د انعطاف څخه کار واخلي، طالبان بايد د جګړې په شدت کې کموالي راولي او افغان حکومت بايد د جګړې د خبرو څخه تېر شي او بلاخره دواړه په دې سلا شي چې يو اوربند رامنځته شي.
همدا اوس په مسکو کې چې موږ يې د ماتې ادعا کوو هرڅه ګلي ګلزار دي، روسيه ترپخوا ښه جوړه سوې ده، خلک يې پکار دي، ارزښتونه یې په ځای دی نړيوال هويت یې په ځای دی.
خو موږ افغانان چې د لوبې ګټونکي ځانونه بولو، وطن مو ویجاړ دی په ۲۱ پېړۍ کې مو هیواد برېښنا نلري، بېکاري حاکمه ده، ځوانان مو سيندونو او بحرونو وخوړل، نړیوال هويت مو سپک دی څوک افغان ته د یوه انسان په سترګه نه ګوري او هره ورځ خپل خلک له لاسه ورکوو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.