د اوربند ترټولو معقول قيمت به څه وي؟
خبريال وېبپاڼه؛ په داسې حال کې چې په دوحه کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم غړی محمد امين احمدي وايي چې هيله من دي دا خبرې ژر پيل شي او پکې مهمې پریکړې وشي.
محمد امين احمدي چې ويل کېږي په دې وروستيو کې په جبري ډول د ولسمشر غني له لوري د دوحې څخه کابل ته راغوښتل شوی دی د بين الافغاني خبرو د راتلونکې په هکله د یوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې مهمې څرګندونې وکړې.
د موقت حکومت وضاحت
څه موده وړاندې د احمدي يو صوتي فايل رسنیو ته راووت چې پکې د موقت حکومت د راتګ او د ولسمشر غني د دورې د پای ته رسېدو خبرې شوې وې، وروسته د احمدي او حکومتي چارواکو له لوري دې ته د شخصي نظر نوم ورکړل شو، البته څوک چې پوهېدل په دې باندې پوه شول چې که دا شخصي نظر هم وي نو په دوحه کې د حالاتو څخه برادشت شوی نظر دی چې ډېر بې وزنه به نه وي.
په دې تازه مرکه کې احمدي په دې اړوند هم وضاحت ورکړ او ويې ويل چې د انتقالي او يا هم د موقت حکومت رامنځته کېدل به د نظام څخه بیرون نه وي بلکې ټول ساختارونه به همدا ډول دوام کوي د همدې ساختار دننه به انتقالي حکومت جوړېږي او دا به هم ددواړو طرفونو له لوري منل شوی وي.
د اوربند قيمت
محمد امين احمدي د اوربند په هکله په خپلو خبرو کې وويل چې دوی په تمه دي دوهم پړاو خبرې پيل شي او دوی په دې دور کې په سرنوشت ټاکونکو مسايلو باندې خبرې وکړي، ده زياته کړه چې ددوی لومړيتوب دادی چې لومړی د طالبانو سره د اوربند خبره يو طرفه کړي.
احمدي وويل چې دی متوجه دی چې طالبان بدون د مقابلې ورکړې دې ته غاړه نه ږدي چې اوربند وکړي، ددې غوټې د خلاصېدو لپاره ده وویل چې که د طالبانو سره يو وخت وټاکل شي او په دې وخت کې د هغوي سره د مشخصو شويو موضوعاتو د حل وعده وشي او د همدې وخت په جريان کې له دوی څخه اوربند وغوښتل شي نو تمه لري دا وړانديز طالبان سم وارزوي.
په ساده ژبه یې که ووايو نو احمدي د اوربند لپاره وايي چې هغه څه چې طالبان غواړي نو موږ به د مثال په ډول ورته ووايو چې په دې موضوعاتو بحث پيلوو او په دوه مياشتو کې ددواړو طرفونو په انعطاف سره په دې غوښتنو يوې مثبتې پايلې ته رسیږو خو ددې سره باید طالبان اوربند ومني او دوی په دې مهمو مسايلو جدي مذاکرات پيل کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.