The news is by your side.

عبدالکریم خرم ‌د امريکا او پاکستان پټ پلان افشا کړ

خبريال وېبپاڼه؛ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ددفتر مشر عبدالکریم خرم وايي چې کېدی شي پاکستان او امریکا په ګډه د افغانستان د ځینو ولايتونو د سقوط لپاره پلان جوړ کړی وي.

خرم د خپل دې قناعت د دليل په توګه وايي چې امريکا تراوسه پورې د طالبانو سره د دوحې د تړون په هکله خپل ارزيابي په رسمي ډول نه ده اعلان کړې خو په همدې مجهوله فضا کې د واشنګټن او اروپا څخه داسې غږونه راځي چې ګواکي دوی له افغانستان څخه نه وځي.

خرم په دې اند دی چې دا هرڅه ددې لپاره کېږي چې طالبان په داسې يو مجهول حالت کې د جګړې کولو پرېکړې ته مجبور شي، د ښاغلي خرم په اند د امريکا حکومت خاموش دي او د رسمي ارزيابۍ پایلې نه اعلانوي خو د امريکا دننه کړۍ د خپلو عسکرو د نه ایستلو خبرې کوي.

د خرم د فکر په تفسير کې دا نغښتي چې د امريکا د مرکزي حکومت خاموشي او د حکومت د نورو لوړ پوړو چارواکو له لوري د عسکرو د نه ایستلو خبرې ددې لپاره کېږي چې طالبان يو ډول وپارول شي او د شديدې جګړې پيل وکړي چې په پايله کې به یې د افغانستان ځينې ولايتونه سقوط شي.

په دې ډول به ځینې سیمې او ولایتونه په رسمي ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې راشي کېدی شي ددې ولایتونو د بېرته آزادۍ لپاره امريکا هوايي مرسته ونکړي او دا ولايتونه آزادي هم نشي.

د خرم په خبرو کې دا وېره له ورايه ښکاري چې ګواکي په دې ډول به د افغانستان يوه سيمه د طالبانو رسمي سيمه اعلان شي باقي برخه به د حکومت سره پاتې شئ او په دې ډول به د افغانستان د تجزيې مردود پلانونه د عمل ساحې ته ورسېږي.

د خرم په توافق ځینې شننوکي هم دا فکر کوي چې امريکا ځينې وخت مضره خاموشي کوي او وروسته بيا د معاملو په هڅولو سره خپلې ګټې ترلاسه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance