ولې ځينو افغان لوبغاړو ( ای، پی، ايل) کې ارزښت دلاسه ورکړ؟
خبريال وېبپاڼه: د هند سوداګريز ليګ چې د نړۍ په کچه ډير يو غوره ليګ دی چې هر کال پکې د نړۍ غښتلي لوبغاړي لوبيږي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي تجربه کار او پياوړي لوبغاړي هم په دې ليګ کې هرکال په لوړه بيه اخيستل کيږي.
خو سږکال د افغانستان هغه پياوړي توپ اچوونکي او توپ وهونکي چې تمعه کيده چې د هند سوداګريز ليګ کې به د پياوړو لوبډلو لخوا واخيستل شي په بولۍ کې هيڅ يوې لوبډلې و نه پيرل او يا هم په ډير ټيټه بيه واخيستل شو خو پوښتنه دا پيداکيږي چې ولې له افغان لوبغاړو سره داسي وشول؟ علت يې څه دی؟.
د هر څه مخکي لومړی به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی ورو توپ اچونکی مجيب الرحمن چې تير دوه کاله د هند سوداګريز ليګ کې په ښه بيه د پنجاب لوبډلی لخوا پيرل شوی وه سږکال پنجاب لوبډلی د خپلي لوبډلي څخه ليرې او يو ځل بيا مجيب الرحمن بولۍ ته وړاندي شو خو د بولۍ په لومړي پړاو کې د هيڅ يوې لوبډلي لخوا و نه پيرل شو او بيا د بولۍ په دوهم پړاو کې د سنرايزرز حيدراباد لوبډلي لخوا په ۱۵۰ لکه هندې کلدارو واخيستل شو حال دا چې په تيرو دوه کلونو کې د مجيب الرحمن بيه ۷۰۰ او ۴۰۰ لکه هندې کلدارې وه.
بل خوا قيس احمد چې د افغانستان د پياوړو توپ اچوونکو څخه دی بولۍ ته وړاندې شو خو د کومې لوبډلي لخوا و نه پيرل شو.
د هند په سوداګريز ليګ کې دوه داسي افغان لوبغاړو خپل ارزښت دلاسه ورکړ چې تمعه کيده چې په لوړه بيه به واخيستل شي لامل يې د افغان لوبغاړو لوبيدل د پاکستان سوداګريز ليګ کې ده حال دا چې هند د پاکستان يو سرسخته دښمن دی هند د هر اړخ غواړي چې د پاکستان په مقابل کې مبارزه وکړي د افغان لوبغاړو ارزښت بايلل د هند سوداګريز ليګ کې يو د ډيرو لاملونو دا هم دی چې افغان لوبغاړو د پاکستان سوداګريز ليګ کې ګډون وکړ.
ځيني به دا فکر کوي چې راشد خان او محمد نبي هم د پاکستان سوداګريز ليګ کې لوبيږي نو ولې هغوي بيا د هند ليګ کې لوبيږي؟
ځکه چې د سنرايزرز حيدراباد لوبډله د دواړو افغان لوبغاړو سره قرارداد لري نو ځکه هغوي په هر صورت کې د هند سوداګريز ليګ کې لوبيږي بل خوا راشد خان او محمد نبي د سنرايزرز حيدراباد لوبډله کې د ملا د تير حيثيت لري او د سنرايزرز حيدراباد لوبډله په برياوو کې افغان لوبغاړي ډير مهم رول لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.