The news is by your side.

هغه ۶ هيوادونه چې ډيري مجردي انجوني لري!

خبريال وېبپاڼه: د نړۍ د ډيرو هيوادونو انجوني د بيلابيلو لاملونو له امله مجردي پاتي دي او يا هم کيدی شي چې نه غواړي واده وکړي ځکه چې د نړۍ د ډيرو هيوادونو انجوني د يوازيتوب (مجردۍ) ژوند خوښوي.

د ځينو هيوادنو انجوني فکر کوي چې مجردې بادشاهې ده د مجردۍ وخت چې د انسان زړه هر څه وغواړي کولی شي د مجردۍ وخت کې په انسان هيڅ ډول کوم مسؤوليت نه وي ازاد ژوند لري خو د واده کړو او مجردانو ژوند ډير لوې توپير لري انسان چې واده وکړي نو د ځينو په وينا انسان تړل کيږي ځکه کورني او ځيني نور مسؤوليتونه ور په غاړه کيږي.

په دې ليکنه کې به د نړۍ هغه ۷ هيوادونه وپيژنئ چې د نړۍ د نورو هيوادونو په نسبت ډيري مجردي انجونو ژوند کوي د دوي د مجرد پاتې کيدو لاملونه دوي ته د خوښوي وړ د ژوند شريک (خاوند) نه پيدا کيدل، په دې هيوادونو کې د سړيو کموالی، او يا هم دوې په خپله نه غواړي چې واده وکړي او همداسي د مجردۍ ژوند ته ادامه ورکول خوښوي.

۱: ايټاليا، د اروپا يو له شمتنو هيوادونو شميرل کيږي چې د نارينو په نسبت پکې انجوني په زياته اندازه ترسترګو کيږي او د انجوني د ډيروالې لامل يې هم دا دی چې په ايټاليا کې په اوسط ډول انجوني ماشوماني ډيري زيږول کيږي او زياتره انجوني يې د مجردۍ ژوند خوښوي.

۲: پرتګال، هم د اروپايي هيودونو له جملې څخه دی کله چې پرتګال د اقتصادې بحران سره مخ شو نو انجونو يې کار کولو ته مخه وکړه او هيواد يې په پښو ودراوه د پرتګال زياتره انجوني فکر کوي چې د سړيو په نسبت موږ غوره يو نو ځکه اوس هم پکې زياتره انجوني واده کول نه خوښوي.

۳: ارمنستان، د دغه هيواد ۶۰ سلنه نفوس د ښځو طبقه تشکيلوي ارمنستان کې د سړيو کموالی ددې لامل شوی چې هلته اوس هم ډيري انجوني مجردي پاتې دي.

۴: روسيه، چې د امريکا څخه وروسته د نړۍ دوهم غښتلی هيواد دی د روسيې د پوځ اکثريت هم انجوني دي د روسیې انجوني د واده کولو په نسبت هيواد ته خدمت غوره ګڼي ځکه نه غواړي واده وکړي.

۵: استوني، استوني هيواد ۵۳ سلنه نفوس د ښځو طبقه جوړوي هلته هم ډيري انجوني د واده کولو پاتې دي لامل يې هم په دغه هيواد کې د سړيو کموالی دی.

۶: لتوني، په دغه هيواد کې د انجونو د مجرد پاتې کيدو اصلي لامل دا دی چې په دغه هيواد کې زياتره نارينه مخدره توکي استعمالوي او انجوني نه غواړي له داسي ډول سړيو سره واده وکړي چې نشه يي توکي استعمالوي د دغه هيواد انجوني د سړيو په نسبت ډيري قوي دي او د هيواد ولسمشره يې هم يو ښځه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance