The news is by your side.

۷۴۵ کیلو کډو، چې نړیوال ریکارډ يې جوړکړ

خبریال ویبپاڼه/ تاسو به په کښتونو  کې کډوګان کرۍ او همدارنګه ډیر لوی کډوګان به مو لیدلي وي چې زیات وزن لري خو دا ځل داسې یو کډو چې په نړیواله کچه يې لوی ریکاډ جوړ کړی تاسو درنو لوستوونکو ته در پيژنو.

هر کال په جرمني هېواد کې د کروندګرو له لوري د کډوګانو د وزن یو سیالي ترسره کیږي او تر ټو لو دروند کډو په ګوته کیږي او له هغه وروسته بیا هغه ته لومړی دویم او په ترتیب سره مقامونه ورکوي سږ کال هم د کډوګانو له حاصلاتو وروسته کروندګرو خپل لوی کډوګان د وزن بري لپاره د سیالۍ ډګر ته راوړل او تر لومړی مقام هغه کډو چې وزن يې ۷۴۵ کیلو ګرامه وو، وګټی

دا سیالۍ هر کال په المان هېوا  کې ترسره کیږي او کوښښ کیږي چې د اروپا یانړۍ په کچه تر ټولو د دروند ریکاډ ټینګ کړي.

کډو.

کډو د سبزیجاتو له ډلې څخه یوه ده چې ډيری خلک يې په ورځني ډول سره د خوراکي توکو په کټګوري کې استمعالوي په افغانستان کې دوه رنګه کډوګان پیدا کیږي چې یوه ډول ته یې مارو کډو، او بل ډول ته يې چې ډیر زیات غټیږي او وزن پیدا کوي منيې کډو ویل کیږي په افغانستان کې په ورځني ډول سره غریبې کورنۍ د خپل خوراکي مهال وېش لپاره د سبزیجاتو له دې ډول څخه استفاده کوي.

په افغانستان کې هغه کډو چې بزګران يې په پسرکي کې کري او بیا د مني په موسم کې حاصل ته رسیږي ورته منيې کډو ویل کیږي چې د کډوګانو دا ډول خورا ډیر غټتیږي او ښايي چې په المان کې  د تر ټولو لوی ګډو مقام هم  همدې منیې کډو ګټلی وي.

د افغانستان په ډيری ولایتونو کې مارو او منیې کډوکان کرل کیږي چې تیر کال د فرا یوه منیې کډو چې د افغان کروند ګرو په لاس کرل سوی وو، وزن يې ۳۷ کیلو ته رسیدی دا کډو د فرا ولایت د ګنهکان کلي یوه بزګر کرلی وو، د الماني دې لوی کډو د راز په هکله تراوسه څه نه دی ویل سوي چې ولې او له کومو مواردو وروسته د کروندګرو لاس ته دومره لوی کډو په لاس ورغلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.