The news is by your side.

د نړۍ تر ټولو ارزښناکه اړیکه !

خبریال ویبپاڼه: د نړۍ تر ټولو ارزښناکه اړیکه د مېړه او د ښځې اړیکه ده، چې د یوې خوږې کورنۍ بنسټ جوړونکې وی.ښایی تاسو سره دا پوښتنه کله پیدا شوې اوسي، چې ولې خدای (ج) ښځه او یا هم سړی بشپړ نه دي پيدا کړي؟

په ده کار کې حکمت دا ده ،چې خدای  (ج) ښځه او سړی ګد ژوند ته رابللي، ترڅو سره په ګډه ژوند وکړي، د یو بل لپاره بشپړونکي اوسي.

کله چی یوه ښځه او سړي واده وکړي نو د وخت په تېرېدو سره یوه کورنۍ جوړوي، چې دوی د مور او پلار رول پکې پر ځای کوي. او دا اړیکه هغه وخت بیا ښه پر مخ ځي، چې ښخه او سړی تل د یو بل د لپاره حوصله ولري، او هر ډول ستونزې په سړه سینه وزغمي.

د ګډ ژوند تر ترلو اړین او ارزښتناکه خبره دا ده ،چې مېرمن او خاوند یو بل ته درناوی وکړي او یو بل په هر حالت کې که هغه خوښې وی که خپګان سره شریک وبولي خپل منځ کې له احساساتي پرېکړو کار وانخلي. او یو بل سره تر ډېره ارامه کینئ تر څو معنوي اړیکې وده وکړي.

باور د هرې اړیکې لپاره تر بل هر څه ډېر اړین څیز ده، ځکه که باور نه وی، نو اړیکه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، همدا باور ده، چې زمونږ اړیکه ژوندۍ ساتي، بالکل د یوه نیالګي په څېر، که چېرې یوه نیالګي ته ښه اوبه ورکړو، نو له وچېدو څخه به یې وژغورو، چې د ګډ ژوند اړیکه هم کټ مټ د نیالګي په شان ده، او هغه څه چې اړیکه ژوندئ ساتي هغه زمونږ باور دی، چې پرې اړیکه دوام پیدا کوي، او مخته ځي.

هڅه د نه کوي چې هغه څه چې په لس کالو کې باید ترسره کیږي په یو کال کې تر سره کړی پریږدی، چې هر څه په خپل وخت کې تر سره شې.

مه هېروئ، چې د یوې کامیابې اړیکې راز په دې کې دی، چې ماضي هېر کړي. او هیو تاوان هم وکړ، چې په تېر کې پاتې شول.

حال زمانه د ودانۍ خښتې جوړوی او برابروي.او راتلونی هم ډېر اړین دی ځکه چې دواړه به پکې سفر کوئ.

د خپلې اړیکې په ښه والي کې تل فکر وکړئ، په هغو لارو چارو پسې ګرځۍ ، چې ستاسو د اړیکې خوند او رنګ ته لا پسې نوره ښکلا ورکړي.

ځینې وخت د راتلونکې په اړه سره خبره وکړئ. خپلو خوبونو باره کې خبرې وکړئ. خپل ارمانونه ووایې او د یو بل پرمختګ کی سره مرسته وکړئ. په مینه کې وده کول همدی نه پیلیږی.

د ښه واده دوام له پاره په سمه توګه پالنه وشی، د یو ښه واده رامنځته کول ستر هنر غواړی نو یو ښه هنرمند په څېر اووسه. په یو اړیکه کې فرق نه کوي، چې تېروتنه د چا ده. بکلې پوښتنه دا ده چې د چا ژوند دی. نو تل کوښښ کوئ چې یو بل ته په درناویې کولو سره د یو بل زړونه لاس ته راوړۍ او ژوند مو په مینه کې تېر کړئ.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.