The news is by your side.

د امريکا دفاع وزير: طالبان بايد ژر تر ژر تاوتريخوالی کم کړي

خبريال ويب پاڼه/ د امريکا نوي دفاع وزير لويډ اسټن په خپله لومړنۍ غونډه کې له طالبانو څخه وغوښتل چې ژر تر ژر بايد تاوتريخوالی کم او سولي ته غاړه کيږدي.

د امريکا دفاع وزير په يوه غونډه کې چې پرون جمعه تر سره شو وويل چې طالبانو په خپله د بهرنيو ځواکونو شتون ته زمينه برابره کړي ده.
د ښاغلي لويډ اسټن په وينا طالبانو جګړې ته زورر ورکړي نو ځکه ناټو او دوی مجبور دي چې د افغان حکومت تر شا ودريږي او نشي کولای په غير مسولانه ډول له افغانستان څخه ووځي.

د امريکا د دفاع وزپر لويډ اسټن په خبره که طالبان غوړي له افغانستان څخه بهرني ځواکونو ووځي بايد تاوتريخوالی کم او له جګړي لاس واخلي.

د امريکا دفاع وزير په خپله پرونۍ څرګندونو کې وويل چې طالبانو په ښکاره د دوحې له تير تړون څخه سرغړونه کړي نو ځکه دوی هم مجبور دي چې تړون له سره وارزوي.

ښاغلي آسټین زیاته کړه: “تاوتریخوالی ډیر دی او د افغانانو په مشرۍ خبرو اترو کې ډیر پرمختګ ته اړتیا ده. له همدې امله زه له ټولو خواو څخه هیله کوم چې د سولې لاره غوره کړي. تاوتریخوالی باید کم شي.”

متحده ایالات باید له طالبانو سره د فبرورۍ د موافقې سره سم ، د می په لومړۍ نیټه خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه ايستلي وای.

خو تازه د طالبانو يو خواخوږي څيړونکي او ليکوال نظر متطمعن په خپله فیسبوک پاڼه ليکلي چې جوبايډن نوي حکومت ددې پر ځای چې له افغانستان څخه پوځيان وباسي بلکي تازه نوي امريکایی عسکر باګرام ته راغلي دي.

بايد وويل شي چې ناټو هم اعلان وکړ چې دوی هم له افغانستان څخه تر هغو نه وځي تر څو په دې هيواد کې سوله نه وي شوي.
د ناټو سازمان عمومي منشي ين ستولنتبرګ وويل چې دوی به حالاتو ته په کتو له افغانستان څخه د وتلو پريګړه کوي.

د هغه په خبره طالبان بايد هغې پريکړي ته ژمن شي چې دوی به تاوتريخوالی کموي او بين الافغاني مذاکراتو ته به کيني.

بايد وويل شي چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي تر منځ د سولي خبري په ټپه ولاړي دي تر دوو اونيو زيات کيږي چې خبروته سره نه دي کينستي.

خبريال ويب پاڼه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.