د ډیپیکاپاډوکون هنري ژوند يې

خبریال ویبپاڼه/ د هندي فلمونو مشهوره لوبغاړې ډیپیکاپاډوکون په ۱۹۸۶ زیږدیز کال کې زیږیدلې او په ډیری هندي فلمونو کې يې کار کړی دی ډیپيکا د هندي سېنما یو له هغو اداکارانو څخه ده چې لوړ عایدات لري او د فلمبري د دریو غوره جاییزو ګټوونکې هم ده، له دې سره سره ډيپیکا د هند د مشهوره او غوره شخصیتونو په لیست هم راغلې همدارنګه د ټایم مجلې ډیپیکا په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ له غوره ۱۰۰ اغېزمنو شخصتونو څخه هم شمېرلې. ډیپیکا د منټن پرکاش پادوکون لور ده چې د ډینمارک په کوپنهاګن ښار کې زیږدلې او د هند په بنګلور کې لویه سوې ده.
هغې په تانده ځواني په ملي کچه د بیډمنټن لوبې لوبغاړې وه، خو له څه مودې وروسته هغې د ورزش ډګر سره مخه ښه وکړه او موډ فیشن ته يې مخه کړه په دې برخه کې له لږ کار کولو وروسته هغې ته د سېنما او فلمونو کې د کار کولو څو وړاندیزونه وسول چې په ۲۰۰۶ کال کې يې د یوه فلم لپاره په مرکزي توګه کار وکړ، له هغه وروسته پاډوکون په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د ام شاتني ام عاشقانه فلم کې له شارخ خان سره کار وکړ چې له دې لوبیدلو وروسته يې د فلمي نړۍ برخه کې د غورې ښځینه اداکاري جاییزه وګټله ډیپیکا د خپلو بریاوو، په تسلسل سره په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې دLove Aaj kal فلم کې د غوره کار کولو له امله زیاته وستایل سوه، د هغې ا پرلپسې بریاوي د لنډې ماتې وروسته بیرته تعقیب سوې او په ۲۰۱۲ کال کې په رومانټينک کامیډي کاکټيل فلم کې لوبیدل د دې هندي اداکارې په کیریز کې یو مهم ټکی سو
هغه د ځواني لونتوب عاشقانه، مسایقه دوه، نوی کال مبارک فلمونو له امله په ۲۰۱۴ کال کې زیاتي بریاوي په خپل نوم کړې ډیپیکا د بهنسالي فلم او همدارنګه د رام لیلا په کومیډي ډرامه کې د مینوالو او منتقدیانو له لوري وستایل سوه او و يې کولای سول چې د یوې ښځینه فلمې لوبغاړي په حیث دوه غوره فلمي جایزې ترلاسه کړي.
ډیپکا په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د Ka Productions په نوم یو شخصي شرکت هم تاسیس کړ او په همدې کال يې له یوه فلمي لوبغاړي رنویر سینګ سره واده وکړ.