The news is by your side.

د سولې د مړو خبرو د ژوند لپاره د طالبانو شرطونه منل

خبريال وېبپاڼه؛ په دوحه کې پيل شوې بين الافغاني خبرې د مرګ په حال کې دي، که څه هم اوس هم طالبان، افغان حکومت او امریکا وايي چې هيله لري دا خبرې ژر بيا پيل شي خو په عملي ډول د خبرو د پيل په وړاندې د طالبانو شرطونه هغه څه دي چې ددې خبرو پيل کول يې ګران کړي دي.

طالبان وايي چې دوی ځکه د خبرو د مېز له سر څخه پاڅېدلي دي چې حکومت ددوی اوه زره نور بنديان نه دي خلاص کړي او همدارنګه ددوی د مشرانو نومونه لا هم په تور لیست کې دي.

افغان حکومت بيا وايي چې دوی د طالبانو پاتې بنديانو ازادولو او د تور لېست څخه ددوی د مشرانو د نومونو لرې کولو ته ژمن دي خو له‌دې وړاندې بايد‌ خبرې پيل شي او په خبرو کې په ځینې مهمو مسلو بحث وشي او د اوربند يا کم تر کمه د اور کم‌په مسله باندې توافق وشي.

د افغانستان د ملي پخلاينې د شورا مشر عبدالله عبدالله تېره اونۍ وويل چې افغان حکومت تیار دی د طالبانو ټول بندیان خوشي کړي ددوی د مشرانو نومونه له تور لېست څخه لرې کړي خو ددې لپاره بايد د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ يو توافق رامنځته شي.

له وخت څخه مخکې ددوی د‌ بندیانو د خلاصون په هکله د افغانستان د حکومت لوړ پوړو چارواکو وويل چې د‌یوې خوا که دوی دا زندانیان خوشي کړي نو طالبان بيا هم نه‌په جګړه کې کم راولي او نه هم دا زندانیان ارام ژوند پيلوي بلکې ځي او په جګړو کې برخه اخلي.

په دې تړاو طالبان وايي چې حکومت په خوشي شویانو بندیانو چاپې وهي او بيا د‌جګړې سبب کېږي خو پوهانو داسې شواهد هم وړاندې کړي دي چې بدون له چاپو څخه د طالبانو ځینې خوشي شوي زندانیان د خوشي کېدو سره سمدلاسه تللي دی‌او په سړکونو یې د افغانستان پوځ ته لاره نیولې او حمله یې ورباندې کړې ده.

شننوکي وايي په اوس وخت کې د طالبانو باقي زندانیان خوشي کول به ځآنګړې ګټه ونلري ځکه طالبان که بيا هم د خبرو مېز ته راشي نو هغوی به‌بیا د خبرو په جریان کې بل څه غواړي که حکومت یې ورسره مني نو پايله به يې دا شي چې طالبان به بدون له جګړې ان د ټول حکومت غوښتنه کوي.

ددې ډلې شنونکو په اند چې طالبان صرف غوښتنې لري که ومنل شي نو جګړه نکوي او که نه منل کېږي نو سمدلاسه جګړه کوي، ددوی په خبره طالبان د خپل لوري هېڅ انعطاف ورکولو ته تيار نه دي او صرف د مقابل لوري څخه غواړي چې هرڅه دوی ته تسلیم کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.