The news is by your side.

د تاريخي آثارو په هکله د طالبانو نوی دریځ

خبريال وېبپاڼه؛ طالبانو په یوه اعلامیه کې د خپلو کسانو يا وسله والو څخه غوښتي دي کې په ټول هېواد کې د تاریخي اثارو پالنه او ساتنه وکړي، د طالبانو له لوري د تاريخي آثارو د ساتنې اعلاميه په داسې حال کې خپرېږي چې څو ورځې وړاندې په کابل کې فرانسې سفارت د غور د منار په هکله اندیښنه څرګنده کړې وه.

طالبانو په خپله اعلاميه کې په ټول هېواد کې له خپلو وسله څخه غوښتي دي چې په هېواد کې د منارونو، تاريخي کلاوو، برجونو او نورو تاريخي اثارو څخه جدي پالنه او ساتنه وکړي.

طالبانو همداراز خپلو وسله والو ته ويلي چې هېڅوک دا اجازه نلري چې تاریخي اثار خرڅ کړي، بدون له اجازې کيندنې وکړي.

که څه هم د طالبانو دا حساسیت د ستايلو وړ دی خو هيله داده چې دوی به دا کار صرف د فرانسې د سفارت او غرب ته ځان د خپل نوي شکل د معرفي کولو لپاره نه وي کړی او دا بدلون او مسولیت یې به واقعي وي، ځکه تر دې وړاندې دوی د افغانستان یو ستر تاريخي ميراث او اثر د باميانو بوت په راکټونو وويشت او له منځه يې يوړ.

نه یوازې چې طالبانو د باميانو تاريخي بوت له منځه يوړ بلکې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې یې د خپلې جګړې د مالي مسايلو د حل کولو لپاره ډېر معدنونه وکيندل په غيرې قانوني ډول یې پاکستان ته صادر کړل، ددې ترڅنګ ددې معدنونو په جریان کې چې د کومو تاريخي اثارو سره مخ سول هغه يې هم خرڅ کړل.

په دې وروستيو کې طالبان هڅه کوي ځان د بهرنیو هېوادونو سره يو څه جوړ کړي ددوی سره خپلې اړيکې ټينګې او پسې غښتلې کړي، دوی د سیمې د هېوادونو حتی‌د امريکا سره چانه زنی کوي خو د افغانانو سره له بده مرغه بيا د انتحار په ژبه خبرې کوي.

د تاريخي آثارو د ساتنې په هکله د طالبانو دا ډول پرېکړه په عين حال کې د حکومت لپاره هم پېغور دی، حکومت په خپل توان سره د منار جام او نورو تاريخي اثارو رغونه نکوي، په ميليارډونو افغانۍ د ارګ تر چتر لاندې اداره د تاريخي ودانيو، برجونو او جوماتونو لپاره بوديجه ترلاسه کوي خو بيا یې هم تراوسه د منار جام او ځینو نورو اثارو چټک جوړېدل او ساتل نه دي پيل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.