The news is by your side.

جګړه کې ستاسې مور څو اولادونه له لاسه ورکړي؟

خبریال وېب پاڼه/ افغان مېرمنې د روانې جګړې اصلي قربانیانې!

د طالب او سرتیري تر منځ جګړه کې زیات زیان مېرمنو ته رسیږي.

د دې دواړو د جګړې منځ کې یو مور خوږیږي، سوځي او زړه یې سوری کیږي، یو خور بې وروره کیږي، بې اسرې کیږي او بې لالا کیږي، یو مېرمن بې مېړه کیږي، کونډه کیږي او مخ یې تشې دنیا ته پاتې کیږي، یوه لور یتیمه کیږي، بې پلاره کیږي او بې تکیې کیږي.

په هره لویه او وړه جګړه، چاودنه او برید کې افغانه مور، افغانه ښځه، افغانه لور او خور ته مستقیم زیان اوړي.

د نړۍ هېڅ ښځه او هېڅ څوک له افغانې مېرمنې پیاوړې نه دي.

تر اوسه به داسې افغانه مور نه وي چې په دې جګړه کې یې څو څو زامن او ان مېړونه له لاسه نه وي ورکړي.

ستاسې د مور به هم څو زامن دې جګړې خوړلي وي؟

له شهید سرتیري چې کونډه پاتې شي که واده وي او که پېغله لېور ته پاتې کیږي خو له هغې هم همداسې کونډه پاتې شي بل ته پاتې کیږي او همداسې دا لړۍ تر یو څه حده دوام کوي.

یو مور چې یو زوی له لاسه ورکوي یو ځل په زړه سورۍ کیږي، بل زوی چې له لاسه ورکوي په ملا را ماتیږي. نو ته وا افغان مېرمنې او میندې به څومره په زړونو سورۍ وي. هغه زوی چې په تنګ لاسۍ او فقیرۍ کې یې کلونه کلونه په خورایو را لوی کړو یو ځای ته یې ورسولو دومره په اسانه یې په څو دقیقو کې یا د طالب سره په جګړه ځوانۍ ونړیږي او یا د طالب په ښخ شوي ماین یې په څو شېبو کې ګل بدن ایره ایره شي. یوه لویه کورنۍ له ښځو او تور سرو ډکه کورنۍ یوازې په خالي میدان پاتې شي، دا کورنۍ او مېرمنې کلونه کلونه د دې قربانۍ او جګړې ښکار شوې پاتې شي.

د طالب او سرتېرو د دواړو په جګړه او وژنه کې دواړه خوا مېرمنې د ټول عمر قرباني کیږي، که طالب مري هم ترې مور، خور، ښځه او لور پاتې کیږي او که سرتېری مري هم، د دواړو په جګړه کې له دوی مېرمنې زیاتې قرباني شوې او لا قرباني کیږي. خو دې ته د یو لوري هم پام نه دی، یوازې همدا وایي چې ما طالب دومره له لاسه ورکړل او ما نظام دومره سرتېري له لاسه ورکړل خو دې ته یې پام نه دی چې دواړه خواوې ورته کونډې، بوري او یتیمانې پاتې شوې.

طالب دې نور له نا حقې جګړې لاس واخلي او هسې دې د سرتیري او خپلې مور، خور، ښځې او لور ازار نه اخلي او د ټول عمر او ژوند لپاره دې یې مه خواروي.

عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.