The news is by your side.

جوبايډن د ولسمشر غني ټليفوني تماس رد کړی؟

خبريال وېبپاڼه؛ تېره ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن ټليفوني خبرې وکړې، دا خبرې د ناټو ددفاع د وزيرانو تر مهمې غونډې وروسته ترسره شوې.

د ويسا ورځپاڼې ددغه خبرو د جزياتو د ترلاسه کولو ادعا کړې ده او‌ ويلي یې دي چې ولسمشر غني په دې خبرو کې د امريکايي چارواکو څخه هيله کړې ده چې د امريکا د ولسمشر جوبایډن سره غواړي په ټلیفون خبرې وکړي، ياده ورځپاڼه زیاتوي چې د ولسمشر غني دغه غوښتنه د امريکايي چارواکو لخوا تر اوسه په مثبت ځواب نه ده ځواب شوې.

ورځپاڼې د خپلو سرچينو له قول ليکلي چې امريکايي چارواکو د افغان حکومت د مشرتابه څخه غوښتي دي چې لومړی دې په کابل کې يوه سياسي اجماع جوړه کړي او وروسته به د نورو مشرانو په شتون کې دی د ولسمشر غني سره په ټلیفون خبرې وکړي.

ورځپاڼه دا د افغانستان د ولسمشر په هکله د امريکا د نه حساب او نه عين زمان کې د افغانستان په هکله د امريکا د ناوړه نیت يوه نښه بولي، ځکه د يوې خوا د امریکا حکومت په مستقيم ډول ولسمشر غني او دده حکومت ته د افغانستان د استازي او واکمن په صفت نه ګوري او د نورو د رضايت په هڅه کې ده او د بلې خوا بيا په افغانستان کې د اجماع د له منځه وړلو سبب پخپله امريکا بولي.

ددې مفهوم د تفسير په هکله ويسا ورځپاڼې ليکلي دي چې امریکا په افغانستان کې د يوې خوا په دې باندې پوهېږي چې اشرف غني يو د ځان څخه راضي شخصیت دی د چا مشوره او خبره نه مني او ددې سره سره يې ملاتړ کوي په مقابل کې بيا د هغه کسانو ملاتړ ته هم دوام ورکوي چې په فساد او ويجاړیو کې ونډه لري.

ياده ورځپاڼه په امریکا شک کوي او وايي چې کېدی شي دا هرڅه په همدې ډول د امريکا پلان او غوښتنه وه، چې هم اشرف غني دې حالت ته ورسوي او هم دننه د دده مخالفین ښه چاغ کړي.

تراوسه پورې د ویسا ورځپاڼې دا ادعا نه د افغانستان د حکومت له لوري رد یا تاييد شوې او نه هم د کومو بهرنيو سرچينو له لوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.