ډان ورځپاڼه: يوازي په دوو ورځو کې 21 پاکستاني پوځيان هلاک شوي

خبريال ويب پاڼه /د پاکستان له پلازمينه اسلام اباد خڅه خپريدونکي انګليسي ژبي ډان ورځپاڼه راپور ورکړی چې يوازي د دوو ورځو په ترڅ کې تر شلو زيات پاکستاني پوځيان او ګڼ نور سخت ژوبل شوي دي.

د يادي ورځپاڼې په راپور کې راځي چې په دې ورستو کې په شمالي او جنوبي وزيرستان او بلوچستان کې چادونو زور نيولي.
ورځپاڼه کاږي چې د پوځ دغه مرګ ژوبله په داسي حال کې ډيره شوي چې په پاکستان کې ميشت ټولو سياسي ګوندونو د عمران د حکومت خلاق تړون کړی او ګواښ يې کړی چې د عمران حکومت به راپرځوي ځکه دا يو فاسد او له کار لويدلی حکومت دی.

بايد وويل شي چې پرون هم په بلوچستان کې د کرښې په هاخوا په دوو جلا حملو کې تر پنځو زیات پاکستاني پوځيانو هلاک شوي او ګڼ شمير نور سخت ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې ، د بلوچستان په مرکز کوټه کې د موټر بم چاودنه شوې ، کله چې یو پاکستاني پوځيانو په ګزمه بوخت و.
ویل کیږي چې چاودیدونکي توکي په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

دوهمه چاودنه د کویټې په ختیځ په مغربي بای پاس سیمه کې شوې ، چې په کې یو پاکستانی سرتیری ځای پر ځای هلاک شوی او پنځه نور ټپیان دي.
هيره دي نه وي چې د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو ادارې په يوه ټويټ کې ويلي چې پلان لري راتلونکي مياشت د تره ګرو خلاف خپل عميات چټک او ګړندي کړي.

د پوځ مطبوعاتي اداري ويلي چې تره ګر له افغانستان څخه را اوړي او پاکستان کې چورکي حملې کوي.

خو په سيمه کې ځايې پښتنو خبريال ويبپاڼې ته ويلي چې پاکستانی پوځ د عمياتو په پلمه پښتانه ځپي. دوی وايې چې په خپله پوځ او د پاکستان استخباراتي اداره د تره ګره پالنه او روزنه کوي کوي.

بايد وويل شي چې د پاکستان پوځ په دې تور چې واڼه کې تره چر پټ څو ورځي سخته ګرځ بنديز لګولی ووو  چې د سمې خلک له سخت ګړاو سره مخ وو.

د پښتون ژوغورني غورځنګ مشر منظور پښتين د پاکستان پوځ ته ګواښ کړی  چې د پښتنو په سيمو داسي روان وي دوی مجبمره دي چې د پوځ په وړاندي ودريږي د خپلو حقه حقوقو دفاع وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More