The news is by your side.

د اشرف غني شوړېدلی جمهوریت

خبریال وېبپاڼه – د محمد اشرف غني‌جمهوریت که څه هم پښتانه بیا هم د ځان لپاره غنیمت ګڼي او تر اوسه یې هیڅ یوه وسله واله نا مسئوله ډله نه ده جوړه کړې؛ خو بل لورته د همدغه جمهوریت د ریښو د کښلو په موخه علي پور هزاره په مرکزي افغانستان، د هرات ملا مجيب الرحمن ایران ته څېرمه او د پنجشیر قوماندان حمید خراساني په پنجشیر کې ملا تړلې ده.

تېره ورځ پر خواله رسنیو په یوه وخت دوې داسي‌ویډیو ګانې خپرې شوې چې په یوه کې په هرات کې په یوه جومات کې ولاړ پردیپال امام د افغان امنیتي‌ځواکونو خلاف فتوا ورکوي او خوله یې را خلاصه کړې او غواړي‌ چې افغان امنیتي‌ځواکونه وننګوي.‌

هم دا ډول په یوه بله ویډیو کې د پنجشیر یوه ټوپکسالار قوماندان هم د افغانستان ټول امنیتي ځواکونه او نظام ننګوي او د افغانستان لوی څارنوال ته خو سپکې سپوري وايي‌.‌

دا داسې يو حالت دی چې نه خو علي پور تر امنیتي ځواکونو ځواکمن دی او نه هم ایران پلوی هراتی ملا او یا په پنجشیر کې ناست لنډغر قوماندان خو مطلب دادی چې په حکومت کې پر لویو امنیتي څوکیو ناست کسان بې همته شوي‌او د اشرف غني‌جمهوریت یې داسي‌ښوړولی دی چې بېرته رغېدل یې ډېر ګران یا آن تر دې چې ناشوني برېښي.‌

دا هغه څه دي چې د حکومت او دولت جدیت او موجودیت سپکوي، دولت پخپله يو جدیت لري، خبره يې خبره وي، له بده مرغه نه د اشرف غني په جمهوریت کې ثبات شته او هم د جمهوریت په نورو دعوه کوونکو کې.

د نظام په وړاندې د خلکو پارول، خلک کينې نفرت ته رابلل، ټولنه په ډلو وېشل، د ټولنې د طبقو ترمنځ د نفرت پيدا کول هغه څه دي چې په يوه هېواد کې يې بخښل ممکن نه دي، دا ډول جرمونه په لنډ او اوږده وخت کې د هېواد بنسټونه له منځه وړي افغانستان ته یو دښمن نسل روزي دداسې يوې پديدې سبب کېږي چې سبا د افغانستان خپل لاس د افغانستان په ضد باندې وکارول شي.

د ايراني پلوه ملا ترڅنګ حميد خراساني چې د افغانستان د ارزښتونو، د افغانستان د وياړونو د افغانستان د هويت او تاريخ دښمن دی په ښکاره د ښار په منځ کې په ټولنيزو رسنیو کې د افغانستان ارزښتونه سپکوي د خلکو په سترګو ددې ارزښتونو قدر له منځه وړي، د دولت هيبت او جديت ننکوي د هېواد او جمهوریت لپاره تر سرطان کم نه دی.

له بده مرغه د اشرف غني حکومت ددې خاين او دښمن په وړاندې هم اقدام نکوي، ټول په دې پوهېږي چې دا ډول یاغیان د افغان پوځيانو په مقابل کې هېڅ هم‌ نه دي خو اشرف غني او تر ده راتاو ډله ددې کار مخنيوی کوي ددې‌ کار نيت نلري‌.

دا افغانستان او جمهوریت ته متوجه لوی ګواښونه دي، پخپل ذات کې دا کسان ګواښ نشي جوړولی خو د حکومت له لوري یې په وړاندې مسلسل سکوت او بې پروايي بلاخره ددې سبب کېږي چې افغانستان ته په لوی ګواښ بدل شي.

د افغان حکومت مشرانو ته پکار دي چې د خپلې چوکۍ او مقام لپاره د افغانانو د ارزښتونو او هويت په وړاندې خاموش نشي او په دې مورد کې چې څه ته هم اړتیا ليدل کېږي په پوره قاطعیت یې ترسره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.