پاکستان د پور اخيستلو کې نړيوال ريکارډ جوړ کړ

 

خبريال وېبپانه: د ۲۰۲۰ کال د ډيسمبر تر ۳۱ نيټې د پاکستان د مرکزې بانک د خپرو شويو شميرو له مخې پاکستان د نړيوالو هيوادنو څخه ۱۱۵،۷۵۶ ميليارده ډالر پوروړی دی چې د نړۍ په تاريخ کې د پور اخيستلو کې نړيوال ريکارډ دی.

د عمران خان لا د پنجاب ادارې په چوکۍ نه وه ناست چې پور اخيستلو ته يې مخه وکړه او د حکومت په لومړې کال يې د نړيوالو څخه ۵ ميليارده ډالر پور واخيست چې ورسره پاکستان د پور اخيستلو سره د نړۍ په تاريخ کې يو داسي نړيوال ريکارډ جوړ کړ چې نړيوال هم ورته حيران دي.

د پاکستان اقتصادپوهان د پاکستان په نړيواله کچه د پور اخيستلو ريکارډ ته سخت ورخطا دي د پاکستان اقتصاد پوهان په دې باور لري چې د پور دا کچه به پاکستان غرق کړي او د اقتصاد له پلوه به سخت وځپل شي ځکه د پور کچه دومره لوړه ده چې پاکستان به يې د ورکړي توان و نه لري.

څه وخت مخکې هم د مليزيا هيواد د پاکستان يوه الوتکه دغه هيواد ته د پور د نه ورکړي په صورت کې اېساره کړي وه.

دلته اوس يو پوښتنه هم پيداکيږي چې پاکستان ولې دومره پور اخلي؟ د پور دپاسه پور خو پاکستان په دومره پيسو څه کوي.

ځکه چې پاکستان د ترهګرو ځاله ده پاکستان په خپل هيواد کې ترهګر روزي او پاکستان د خپله دومره بوديجه نه لري چې ترهګر پرې وپالې پاکستان د نړۍ او په تيره بيا د اسيا په کچه دومره يو چټل هيواد دی چې د خپلو شومو موخو لپاره يې خپل هيواد کې ترهګرو ته پناه ورکوي.

د طالبانو مالې او نظامې ملاتړی هم پاکستان دی چې افغانستان ته يې د خپلو موخو لپاره ليږي دي او ملاتړ يې کوي پاکستان ته به د پورونو او ترهګرو پالل ډير ګرانه تمامه شي پاکستان فکر کوي که موږ ترهګرو ته پناه ورکړو نو په سيمه کې به د واک څښتنان شو خو پاکستان دې دا په ياد ولري چې يوه ورځ به ورته د ترهګرو پالل دومره ګرانه تمامه شي چې پاکستان به هم د اقتصادي او هم سياسي اړخ سخت وځپل شي او شايد پاکستان د سقوط سره مخ شي.

له يوې خوا پاکستان کې ويخ او ريښتيني پښتانه د پنجاب د ظالمې ادارې پرضد پاسيدلي او له دې شعار سره خپله ازادې غواړې چې ( لر او بر يو افغان) چې دا هم د پاکستان د تباهۍ پيل دی او ډير ژر به لر او بر يو موټی او يو افغان شي چې د پنجاب ظالمه اداره به سقوط سره مخ شي او د پښتنو سيمو کې به د پنجاب ظالمه واکنمې پای ومومي او د پنجاب ادارې سره به د هغه ټولو ظلمونو حساب وشي چې په مظلومو پښتنو يې کړي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More