The news is by your side.

د صدیق افغان وطن پرستي!

خبريال وېبپاڼه؛ په تاريخ کې تل د ډېرو ناوړه موخو لپاره ډیرې پاکې او نیکې اصطلاح ګانې او کلمې کارول شوې دي، خو ډېر کله ددې کلمو او اصطلاح ګانو تر شاه داسې مخونه پټ وي چې په اصل کې ددې نېکو شعارونو، اصطلاح ګانو او کلمو د عملي کولو ترټولو ستر دښمنانان هم دوی وي.

په افغانستان کې اوس يو داسې وضعيت حاکم دی چې ځینې کسانو ځینې ارزښتونه په ټېکه کړي دي، که بل څوک په هغه مسله باندې خبرې وکړي او يا هم کله کله سالم نیوکه او يا ګيله وکړي نو سمدلاسه ددې ټېکه دارانو له لوري د هغه شي هغه ارزښت دښمن اعلان شي او ورباندې يو او بل نوم اېښودل کېږي.

په دې هکله صديق افغان وايي چې ځينو وطن پرستي انحصار کړې ده او د نظام، پنجاب حکومت او دا ډول څو نور نومونه يې زده کړي دي او هېڅوک خبرې ته نه پرېږدي.

په افغانستان کې وطن پرستي، جمهوریت، دين او نور ارزښتونه يوې يوې ډلې يو ډول اشغال کړي دي، دوی فکر کوي يوازې دوی دي چې ددې اصلاحاتو په هکله پرېکړه کوي په دې هکله خبرې کوي او نور هرڅوک دې ته تهديد دي، په حقیقت کې يا په دوی کې ځینې نه پوهېږي او يا پوهېږي صرف د خپلو ناوړه موخو لپاره یې دا يو ډول دېوال جوړ کړی دی خپل موخې له دې لارې تعقيبوي او که د ګير کېدو احتمال يې وي بيا ددې دېوال شاته پټېږي.

داسې خلک هم شته چې پخپل د جمهوریت هېڅ اصل په پام کې نه نيسي، د جمهوريت د ټولو بنسټونو پښې وهي، په هرڅه معامله کوي ځکه په همدې کې یې ناوړه شخصي ګټې پرتې وي، ملګر کله چې بيا څوک ددوی په وړاندې کوم دریځ ونيسي نو هغوی فورا د نظام او جمهوريت دښمن اعلانوي، دا ډول خلک په لوی لاس د جمهوريت يو غیرې شعوري دښمن نسل روزي.

ځینې خلکو بيان دین اشغال کړي دی، کله چې ددوي په یوه ناوړه کار نیوکه وشي دوی په مستقيم ډول نيوکه کوونکي ددين دښمن اعلانوي، ورباندې د کمونست، خلقي، ديموکرات نومونه ږدي، ياده دې وی چې د جمهوریت او ډیموکراسۍ د اشغالګرو څخه دا ډول خلک ډېر خطرناک دي، ځکه جمهوريت او ډیموکراسي زموږ د ژوند په هر پړاو کې ځاي نلري خو دین مو د ژوند په هر پړاو کې دی او دا ډله بيا ځانته اجازه ورکوي چې د خلکو د ژوند په هره برخه کې ددين تر نامه لاندې قضاوت او مداخله وکړي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.