The news is by your side.

د راشد خان د ژوند او کرکټ په زړه پورې تاريخچه!

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ځوان، تاند، او پياوړی لوبغاړی راشد خان د ۱۹۹۸ز کال د سپټمبر په ۲۲ نيټه د افغانستان په ننګرهار هميشه بهار ولايت کې دنيا ته سترګې پرانيستي راشد خان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي هغه پياوړی لوبغاړی دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ته يې ډير وياړونه وربښلي دي.

راشد خان د نړۍ د کرکټ د ستورو په هغه کتاب کې لومړی ځای لري چې څه وخت مخکې د امريکا د متحده ايالاتو کې د کرکټ د غوره لوبغاړو لپاره چاپ شوی وه.

راشد خان د کرکټ د نړۍ هغه ستوری دی چې په ټوله نړۍ کې په ميلينونو مينوال لري.

راشد خان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ترڅنګ په نړيوالو کرکټ ليګونو کې هم د پام وړ لوبغاړی دی راشد خان د هندوستان سوداګريز ليګ کې د سنرايزرز حيدراباد په ګټه لوبيږي او ډير وياړونه يې د سنرايزرز لوبډلي ته وربښلي دي.

راشد خان د اسټراليا سوداګريز ليګ (بيګ باش) کې د اډوليډ سټرايکر لوبډلي په ګټه لوبيږي چې اسټراليا کې ډير مينوال لري او په اسټراليا کې يې د يو ښځينه مينولې له طرفه ورته د ۸۴ زره ډالرو په ارزښت موټر هم ډالۍ شوی وه.

راشد خان په ښۍ لاس ليک بريک توپ اچونه کوي او د ګوګلي توپ اچونې په ستوری هم مشهور دی همداراز په ښۍ لاس توپ وهنه هم کوي د توپ اچونې ترڅنګ يې توپ وهنه هم ډيره غوره ده.

راشد خان په ۲۰۱۵ز کال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې ځای وموند او خپله وړتيا يې ښکاره کړه چې د نړيوالو پام يې ځانته جلب کړو.

د راشد د کرکټ د لوبو تاريخچه!

راشد خان ۴ ټيسټ، ۷۲ يو ورځينۍ، او ۴۸ شل اوريزه لوبي لوبولې دي.

راشد خان د کرکټ د نړۍ يواځينی لوبغاړی دی چې په کمو لوبو کې يې ډيري ويکټي اخيستي دي په ټيسټ لوبو کې ۲۳ ويکټي لري، او غوره توپ اچونه يې ۶/۴۹ ده، په يو ورځينۍ لوبو کې ۱۳۵ ويکټي لري او غوره توپ اچونه يې ۷/۱۸ ده، همداراز په شل اوريزه لوبو کې ۸۹ ويکټي لري او غوره توپ اچونه يې ۵ ويکټي او ۳ منډي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.