The news is by your side.

د ډیپیکاپاډوکون هنري ژوند يې

خبریال ویبپاڼه/ د هندي فلمونو مشهوره لوبغاړې ډیپیکاپاډوکون په ۱۹۸۶ زیږدیز کال کې زیږیدلې او په ډیری هندي فلمونو کې يې  کار کړی دی ډیپيکا د هندي سېنما یو له هغو اداکارانو څخه ده چې لوړ عایدات لري او د فلمبري  د دریو غوره جاییزو ګټوونکې هم ده، له دې سره سره ډيپیکا د هند د مشهوره او غوره شخصیتونو په لیست هم راغلې همدارنګه د ټایم مجلې ډیپیکا په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ له غوره ۱۰۰ اغېزمنو شخصتونو څخه هم شمېرلې. ډیپیکا د منټن پرکاش پادوکون لور ده چې د ډینمارک په کوپنهاګن ښار کې زیږدلې او د هند په بنګلور کې لویه سوې ده.

هغې په تانده ځواني په ملي کچه د بیډمنټن لوبې لوبغاړې وه، خو له څه مودې وروسته هغې د ورزش ډګر سره مخه ښه وکړه او موډ فیشن ته يې مخه کړه په دې برخه کې له لږ کار کولو وروسته هغې ته د سېنما او فلمونو کې د کار کولو څو وړاندیزونه وسول چې په ۲۰۰۶ کال کې يې د یوه فلم لپاره په مرکزي توګه کار وکړ، له هغه وروسته پاډوکون په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د ام شاتني ام عاشقانه فلم کې له شارخ خان سره کار وکړ چې له دې لوبیدلو وروسته يې د فلمي نړۍ برخه کې د غورې ښځینه اداکاري جاییزه وګټله ډیپیکا د خپلو بریاوو، په تسلسل سره په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې دLove Aaj kal فلم کې د غوره کار کولو له امله زیاته وستایل سوه، د هغې ا پرلپسې بریاوي د لنډې ماتې وروسته بیرته تعقیب سوې او په ۲۰۱۲ کال کې په رومانټينک کامیډي کاکټيل فلم کې لوبیدل د دې هندي اداکارې په کیریز کې یو مهم ټکی سو

هغه د ځواني لونتوب عاشقانه، مسایقه دوه، نوی کال مبارک فلمونو له امله په ۲۰۱۴ کال کې زیاتي بریاوي په خپل نوم کړې ډیپیکا د بهنسالي فلم او همدارنګه د رام لیلا په کومیډي ډرامه کې د مینوالو او منتقدیانو له لوري وستایل سوه او و يې کولای سول چې د یوې ښځینه فلمې لوبغاړي په حیث دوه غوره فلمي جایزې ترلاسه کړي.

ډیپکا په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د Ka Productions په نوم یو شخصي شرکت هم تاسیس کړ او په همدې کال يې له یوه فلمي لوبغاړي رنویر سینګ سره واده وکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance