fbpx

افغان میرمن دامریکا دایالتي پارلمان غړیتوب غواړي

له افغانستانه یوه تښتېدلې میرمن (صفیه وزیر) غواړې چې د امریکا د ایالتي پارلمان غړي شي ترڅو دخپلو ستونزو ثمره په کډوالۍ کې ترلاسه کړي.

هغې تراوسه ډیرې هڅې کړې چې ددې پارلمان غړیتوب ترلاسه کړې ،خواغلې د دوو ماشومانو مور او د درېیم ماشوم انتظارباسي .

میرمن وزیر په ګوندي ټاکنو کې له خپلې سیمې څخه سابقه کار سیاستوال دیک پاتین، ته په سپتمبر میاشت کې ماتې ورکړه.

هغې ویلي یوه ورځ مې ددې پارلمان ودانۍ ولیده ،خو فکرمې کله دا منله چې یوه ورځ به ته د«نوی همپشیرایالتي پارلمان» لپاره دغړیتوب هڅه کوي،خونن هغه ورځ رارسیدلې چې د پارلمان د ۴۰۰ څوکیو له ډلې، یوه وګټم.

د هغې بریا ډیر کسان حیران کړل، ځکه د هغې سیال څلور وارې د دغې سیمې استازیتوب کړی ووخو په روانه میاشت کې صفیه وزیر ته «د رهبري په برخه کې د جرئت» جایزه هم ورکړل شوه.

میرمن وزیر یوازې شپږ کلنه وه چې کورنۍ یې په ۱۹۹۷ کال کې د طالبانو د رژیم پر مهال، له افغانستان څخه وتښتیده لس کاله یې په ازبکستان کې ژوند وکړ او بیا په ۲۰۰۷م کال کې له خپلې کورنۍ سره د «نیو همپشیر» ایالت پلازمینې کانکورد، ته ګډه شوه. اغلې په  ۲۰۱۳م کال کې د امریکا متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړهغه اوس ۲۷کلنه میرمن ده ،هغې ته دجرأت جاېزه هم ورکړل شوې .

خوځینو افغانانو یې مخالفت کړی چې هغه به نور افغان میرمنې هم بهرته وهڅوي اونوربه هم دمیرمنو اوځوانانو له وطن سره مینه کمه شي ،یوشمیرکارپوهان په دې نظر دی چې افغانان به دکډوالۍ په اوږد دوران کې دتل لپاره له هیواده لاس په سرشي ،خو روانې جګړې به دهغوی ژوند دتلپاته کړاونو اوناڅرګند برخلیک سره نورهم مخ کړي.