The news is by your side.

پیاز کومې ګټې لري پوهېږئ؟

خبريال ویبپاڼه؛ که څه هم پياز د پوچولو يا پوست کولو په وخت کې د اوښکو سبب کېږي او يا هم د خوړولو وروسته د خولې د بوی سبب کېږي خو له دې دوه کوچنيو منفي ټکو هخوا پياز د شفا سرچینه ده او بې شمېره ګټې لري.

پوهان وايي چې د پيازو اوبو د وېښتانو د توییدو مخنيوی کوي، همدار راز پياز د وېښتانو د ودې پروسه چټکوي، په پيازو کې موجود مواد د سر په پوستکي او د وېښتانو په بېخ کې د وينې جريان چټکوي او په دې ډول د وېښتانو د سالمې ودې لپاره شرایط جوړوي، که غواړی په ځانګړي ډول د وېښتانو لپاره د پيازو څخه ګټه واخلئ نو يوه دانه پياز را واخلئ او اوبه يې وباسئ، يوه کوچنۍ کاشوغه شان پکې ګډ کړئ لژ تر لږه يو ساعت په تمه شئ او وروسته مو وېښتان په شامپو کې ومينځئ دا مو د وېښتانو د سالمې ودې لپاره ترټولو او ګټوره لاره ده.

پياز د هغه کسانو لپاره چې د شکر د ناروغۍ څخه کړېږي ډېر زيات ګټور دي، په پيازو کې موجود مواد په وينه کې د انسولینو د کچې د زياتېدو سبب کېږي او ددې ترڅنګ د وينې شکر په مستقيم ډول هم منظموي، په ۲۰۰۹م کال کې يوې څېړنې ثابته کړه چې پياز د شکر ضد خواص لري.

پياز د بېلابېلو سرطانونو په وړاندې هم مبارزې کوي، په ۲۰۰۶ م کال کې د امريکا د تغذيې په مجله کې په خپره شوې مقاله دا ښيي چې پياز د څو بېلا بېلو ډوله سرطانونو په وړاندې په مبارزه کې د پام وړ اغیزه لري، که وېره لری چې په سرطان د اخته کېدو چانس مو ډېر دی نو‌ په ورځ کې يو دانه پياز وخورئ.

په منظم ډول د پيازو خوړل د وینې لوړ فشار راټيټوي، د فلج د ناروغيو مخنیوی کوي، د وينې د رګونو د شخېدو مخنیوی کوي، د زړه د حملې خطر کموي، په پيازو کې موجود د التهاب صد خواص او انتي اوکسيدان د زړه د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري، په ۲۰۰۷ م کال کې په امريکا کې ترسره شوې يوې څېړنې ثابته کړه چې پياز د وينې لوړ فشار راټيټوي، ددې ترڅنګ پياز د وينې د رګونو د شخېدو او بندېدو سبب کولېسټرول هم راټيټوي.

پياز د هډوکو د ودې د هډوکو په غښتلي جوړښت کې هم ونډه اخلي، پياز د هډوکو د ويلي کېدو پروسه هم ځنډوي، په ځانګړي ډول په زړو مېرمنو کې د هډوکو د ضعيف کېدو مخنيوی کوي، په ۲۰۰۹ م کال کې ترسره شوې څېړنه ښيي چې په زړو ښځو کې د هغو هډوکي تر هغه زړو ښځو روغ دی چې په منظم ډول پياز خوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.