The news is by your side.

حکومت د پېښې د مخنیوي په ځای طالبانو ته پېغور ورکوي

خبريال وېبپاڼه؛ نن د ماښام مخه په کابل ښار کې بیا يوه زړه بوږنوونکې امنیتي پېښه رامنځته شوه، د کابل د بره کي‌په څلور لاره کې په يوه رېنجر موټر برید وشو چې په پايله کې یې درۍ عام افغانان ټپيان شول.

په دې پېښه کې ټپي شوي درۍ کسان چې انځورونه یې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کیږي دوه ماشومان او يوه هم ددې ماشومانو مور ده، د چادونې له شېبې يوه زړه بوږنوونکې ویډیو هم ډکه شوې چې پکې ماشومان د خپلې مور سره ته ژاړي.

د مور بې وسه حالت چې د مرګ ژوند سره پنجې نرموي د ماشومانو چیغې هغه څه دي چې نن یې بيا د افغانانو بې وسه اوښکې روانې کړې دي.

په افغانانو د تاريخ بدې ورځې همداسې دوام لري، د اوسني ناورين دوه طرفونه چې یو يې حکومت او بل طالبان دي ددې پېښو په هکله هېڅ ډول مسؤلیت نه مني.

افغان حکومت پخپل فساد کې ډوب دی او د خپل ملت په حال پسې نه ګرځي او ټوله هڅه یې دا وي چې په دا ډول پېښو طالبان ملامت کړي، د حکومت وياندويان په ټولنیزو رسنیو کې ددې ماشومانو انځورونه خپروي او طالبانو ته پیغورونه ورکوي.

خپل اصلي کار چې ددې ماشومانو او ددې ماشومانو د مور ساتنه وه ورڅخه هېر دی او یا هم دوی صرف په نوم د امنیت مسولین دي او ملت ته ځواب ويونکي دي.

د حکومت چارواکي پخپله د طالبانو سره په دې ستونزه لري چې له دوی څخه ډېره برخه په حکومت کې غواړي، دوی د طالبانو سره د هېڅ ډول ارزښت ټکر نلري، نه په ډيموکراسۍ باور لري نه په بل کوم ارزښت.

د افغان حکومت وياندويان او مسولین ددې په ځاي چې ددې ډول پیښو مخنيوی وکړي له دې پېښې هم د تبليغاتي استفادې هڅه کوي او يا هم تش په غندنه بسنه کوي.

د بلې خوا طالبان چې دعوه ددې هېواد او ملت د خادم توب کوي په خپلو خبرو کې به ځان د دين او ملت خادم ګڼي هم به يې د ملت د يرغمل کولو هڅه کوي هم ددین، ددې ډول پېښو په وړاندې خاموش دي.

که څه هم طالبانو ددې پېښې مسؤلیت تراوسه نه دی منلی خو په ډېری دا ډول پېښو کې يا لاس لري، دوی که لاس هم ونلري د افغانستان د جګړې فضا یې ګرمه کړې او مسولیت دوی ته ورګرځي.

خو طالبانو ته هم د افغان انسان ژوند او وينه ارزښت نلري، طالبان په دې کې دي چې څنګه قدرت ته ورسېږي، څنګه د خلکو په سر چنګک شي د خلکو ايمانونه وتلي د خلکو د جهنم او جنت فيصلې وکړي.

طالبان د افغان انسان په دې حال رحم نلري، ددې ډلې يوه وياند پخپله مرکه کې يو ځل د يوې چادونې چې طالبانو کړې وه د ملکي‌ خلکو د ټپي کېدو په هکله وويل چې صرف ځينې کسان په شيشو باندې ټپيان شوي يوازې د کورونو شيشې ماتې شوې دي، دومره ساده یې تېره کړه، کله چې خبریال جدي ونيوه چې ډېر کسان ټپيان دي ځينو یې ژوند له لاسه ورکړ نو ځواب يې دا و چې کوم انتحاري دوی کړی و هغه هم خپل ژوند قرباني کړ خیر که څو کسه ټپيان شول.

دې ملت ته طالب د ملت په سترګه نه ګوري او حکومت ورڅخه صرف خپله استفاده کوي دا ملت بله لاره نلري ترڅو پخپله سره یو شي په یوه قوت خپلې چارې په لاس کې واخلي خپل د خلکو له منځه خپل اصلي خلک خپل استازي وټاکي او هغوي هم کلک وڅاري چې څومره ملت او هېواد ته ژمن و نو دوی به يې مني او که يې د ملت او هېواد په وړاندې خپلې شخصې ګټې وپاللې په همغه ورځ یې له چوکۍ راکوز کړي دا ډول يو دولت به بيا هم د طالب خوله ور ماته کړي هم د بل دښمن.

 

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance